تاند「سې شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳مه」د طالبانو د حکومت ستري محکمې ویلي، چې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې طالبانو په عام محضر کې دوه ښځې په دُرو وهلي دي.
دغي محکمې پر خپله ویب پاڼه په یوه بیان کي لیکلي چې، یادې دوه ښځې یې نن (سه شنبه) ۳۹- ۳۹ دُرې وهلي او په درې، درې کلونو تنفیذي بند هم محکومې شوې.
د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه ښځې د ناروا اړیکو درلودو او له کوره د تښتېدو په تور په دُرو وهلي دي.
دا ښځې داسې مهال په دُرو وهلي،چې پرون (دوشنبه) هم سترې محکمې په کابل او سرپل ولایتونو کې دوه کسان په درو وهلي وو.
د بشر حقونو مدافعین دا ډول سزاګانې ظلم او د انساني حقونو خلاف کار بولي.
دوی له طالبانو په ځلونو د دا ډول سزاګانو د بندېدو غوښتنه کړې، خو طالبان لاهم خپل دې عمل ته دوام ورکوي.
تاسی جنابانو ته الله ج ظالم او تش دبشر حقوقو په نوم سازمانونه عادل ښکاری که ایمان لری او ځان ته مسلمان وایی په دی الفاظو لیکنه مه کوی ځکه دا د ایمان لپاره یوه خطرناکه جمله ده