تاند「سې شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳مه」د بښنې نړیوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې، په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني پوځ له لوري د تکراري ډرون بریدونه او د ملکیانو په نښه کول د پاکستان سخته بې پروايي بللې ده.
دغه سازمان په دې بریدونو کې د ماشومانو او آن پر لوبو د بوختو کسانو په نښه کول له ټولو نړیوالو قوانینو سرغړونه او یوه اندېښمنوونکې لړۍ بللې ده.
د یاد سازمان سویلي آسیا څانګې چارواکو پاکستان مکلف ګڼلی، څو د دغو بې ګناه ملکیانو د وژنو او بریدونو په اړه بې پرې او رڼې څېړنې وکړي او ټینګار یې کړی، چې مسوول کسان باید مجازات کړي.
د راپورنو له مخې پاکستان له تېرو څو اوونیو راهیسې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په ډرون بریدونو کې ملیکان، چې ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ځوانان پکې شامل دي، مرګ ژوبله اړولې ده.
له دې وړاندې د دغو بریدونو او مرګ ژوبلو په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ګڼ لاریونونه وکړل او ټینګار یې وکړ چې پاکستانی ریاست باید د بیا نه تکرار تضمین ورکړي.