تاند「سې شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳مه」
اسراییلو ته د ټرمپ خبرداری؛ پر ایران برید ونکړې.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر اسراییل غږ کړی چې پر ایران برید ونه کړي او خپل پیلوټان بېرته راوغواړي.
ډانلډ ټرمپ اسراییل ته په اشارې دغه راز زیاته کړې، که برید کوي نو دا به یوه ستره سرغړونه وي.
تر اوربند وروسته اسراییلو د ایران پر پنځو روغتونونو برید کړی.
ایراني رسنیو د دغه هېواد د روغتیا وزارت د نرسنګ برخې د مرستیال له قوله راپور ورکړی چې «اسر اییلو» د ایران پر پنځو روغتونونو برید کړی چې دوه بریدونه یې د تېرې شپې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ نن (سېشنبه) خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، له اسراييلو ناراضه دی ځکه د هغه د اوربند له اعلان وروسته یې هم پر ایران بریدونه کړي دي.
مسعود پزشکیان د قطر له امیر سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې په دغو خبرو کې، پزشکیان د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آلثاني ته ویلي، د ایران خلک له خپلو حقونو دفاع کوي او هیله ده ،دغه موضوع ومنل شي چې د تېرې شپې برید یوازې د امریکا پر وړاندې یو غبرګون و.
راپورونه وایي چې په دغه ټلیفوني اړیکه کې د قطر د امیر ژمنه کړې چې، قطر به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې دوحه کې له العدید پوځي اډې د ایران پر ضد کوم برید ترسره شي.
د اسراییل دفاع وزیر، یسراییل کاتس وايي، اوربند یې منلی خو که ایران نقض کړ، تهران کې به پر مهمو اهدافو شدید بریدونه وکړي.
هغه وايي په دې تړاو یې د اسراییل پوځ ته امر کړی چې ایران ته سخت او قوي ځواب ورکړي.
دا داسې مهال ده چې اسراییل څو شېبې مخکې ادعا وکړه چې د دوی له لوري د اوربند منلو سره – سره ایران بیا توغندي ور توغولي دي.
ایران بیا د برید ادعا ردوي.
اسوشيتېډ پرېس خبري اژانس وايي، له ۱۲ ورځو بریدونو وروسته تهران او تل ابیب د امریکا له لوري د اوربند وړاندیز شوې طرحه منلې.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، د امریکا له لوري وړاندیز شوی د اوربند پلان یې منلی خو خبرداری یې ورکړی، چې دوی به د اوربند هر ډول سرغړونې ته په کلکه ځواب ووایي.
یاد اژانس د سرچینو په حواله ویلي، ایران کې نن سهار ۷:۳۰ بجې اوربند نافذ شوی خو ایراني چارواکو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون دوشنبه په ټروټ سوشیل لیکلي، « تر راتلونکي ۲۴ ساعتونو پورې به د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوربند پیل شي»
ټرمپ زیاته کړې، «له دې سره به ۱۲ ورځنۍ جګړه پای ته ورسیږي» د «قطر له امیر مننه» چې سیمه کې یې د سولې لپاره هڅې وکړې.
د رویټرز د خبر په بنسټ ټرمپ نن سه شنبه ویلي، اوربند نافذ شوی او له دواړو خواوو یې غوښتي چې سرغړونه ونه کړي.
ایراني رسنۍ وايي، د اسراییل هغه ادعا چې د اوربند سربېره یې پر اسراييل توغندیز بریدونه کړي، بې بنسټه ده.
اسراييل بیا د خپلو شدیدو بریدونو د دوام لپاره پر ایران تور پورې کړی چې اوربند یې مات کړی دی.
اخوا الجزیرې ویلي، د اسراييل له لوري د امریکا د وړاندیز شوي اوربند له اعلان وروسته د ایران ملي امنیت شورا هم اوربند منلی و خو اسراييل د ایران پر خاوره بریدونه کړي دي.
قطر د ایران له برید وروسته ملګرو ملتونو ته شکایت کړی.
قطر د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه استول شوي لیک کې د ایران له لوري پر العدید پوځي اډې د توغندیز برید په غبرګون کې ویلي چې د دا ډول پوځي اقداماتو دوام د سیمې امنیت او ټیکاو له ګواښ سره مخ کوي او دا کار کولای شي د نړیوالې سولې او امنیت لپاره له ناورین ډکې پايلي ولري.
قطر زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د منشور او نړۍوالو قوانینو له مخې، د مستقیم غبرګون حق خپل ځان ته خوندي بولي.
په دغه لیک کې د قطر دولت همداراز پر دې ټینګار کړی چې باید ټول پوځي اقدامات سمدلاسه ودرول شي او جدي خبرو اترو ته بېرته ستنېدنه وشي.
د اسراییل بېړني خدماتو ادارې اعلان وکړ، چې پر اسراییل د ایران د نن سهار بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷ تنو ته لوړ شو.
دا بریدونه څو ساعتونه وروسته له هغې پر اسراییل وشول، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د اوربند او جګړې بندېدو په اړه رسمي تواقف یا خبرې رد کړې.
بل خوا تازه، داسې مهال چې ایران او اسراییل پر یو بل د ولسمشر ټرمپ د اوربند اعلان سره سم توغندي توغولي دي، ټرمپ یو ځل بیا وویل چې اوربند نافذ شوی او هغه دې نه ماتېږي.
د هوکړې له مخې تر راتلونکو ۶ ساعتونو باید لومړی ایران اوربند پیل کړی وای او له ۱۲ ساعتونو له تېرېدو وروسته به اسراییل، څو دا ۱۲ ورځنۍ جګړه ختمه شي.
د معلوماتو له مخې د جګړې له پیل ایران کې له ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او څه باندې ۳ زره نور ټپيان شوي دي، خو اسراییل کې بیا څه باندې ۳۰ کسان وژل شوي او سلګونه ټپيان دي.
عراقچي د ټرمپ ادعا رد کړه، وایي ايران او اسرایيل د اوربند پر سر هوکړه نه ده کړې.
د ايران بهرنيو چارو وزير، سيد عباس عراقچي د امريکا د ولسمشر هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې ايران او اسرایيل د اوربند پر سر هوکړه کړې ده.
عراقچي پر اېکس ليکلي: «تر دې دمه، د اوربند يا د نظامي عملياتو د درېدو په اړه هیڅ هوکړه نه ده شوې.»
هغه زياته کړې که اسراييل تر نن (سې شنبې) سهار څلورو بجو پورې د تهران پر وخت خپل يرغلګر بریدونه بند نه کړي، ايران به خپل نظامي غبرګون ته دوام ورکړي.
عراقچي د ايران له ځواکونو هم ستاينه کړې او ويلي یې دي چې «د اسراييل پر وړاندې زموږ د ځواکمنو وسلهوالو ځواکونو نظامي عمليات د سې شنبې تر سهاره» دوام درلود.
ډونالډ ټرمپ د اسراییل او ایران ترمنځ اوربند اعلان کړ.
ولسمشر ټرمپ وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ په «بشپړ او مکمل» اوربند موافقه شوې چې په نږدې ۶ ساعتونو کې به پیل شي.
ټرمپ په دې تړاو لیکلي: ” رسماً به ایران اوربند پیل کړي. د ۱۲م ساعت په رسېدو به اسراییل هم اوربند اعلان کړي او د ۲۴م ساعت له پوره کېدو سره به نړۍ د دې ۱۲ ورځنۍ جګړې رسمي پای ته درناوی وکړي.”
ټرمپ دواړو هېوادونو ته مبارکي ورکړې، چې په زغم، هوښ او زړورتیا سره یې د دې کار لپاره اقدام کړی دی.
ایران او اسراییل تر اوسه د دې اوربند په تړاو څه نه دي ویلي.
ټرمپ د قطر له امیر څخه د «د سولې لپاره د هڅو په خاطر مننه وکړه
د امریکا ولسمشر، دونالډ ټرمپ، په یوه پیغام کې د قطر له امیر څخه د هغو ټولو هڅو لپاره مننه کړې چې د ده په وینا د سیمې د سولې د ټینګېدو لپاره یې کړي دي.
ښاغلي ټرمپ دا پیغام په خپله خواله رسنۍ «ټروت سوشال» کې خپور کړی، او د دوشنبې د ورځې هغه راکټي برید ته په اشارې چې ایران په قطر کې پر یوه امریکایي اډه کړی، لیکلي:
«خوشاله یم چې ووایم، نه یوازې دا چې کوم امریکایي نه دی وژل شوی یا ژوبل شوی، بلکې تر ټولو مهمه دا ده چې هیڅ قطری هم نه دی وژل شوی یا ژوبل شوی.»
کویټ وایي د دوی پر پوځي اډه برید نه دی شوی.
کويټي رسنیو د دغه هېواد د پوځ له قوله خبر ورکړی چې د دوی پر پوځي اډه توغندیز برید نه دی شوی.
پوځ له خلکو غوښتي چې یوازې د رسمي سرچینو پر خبرونو باور وکړي.
د کویټ حکومت زیاته کړې چې هوايي حریم يې پرانیستی دی.
تازه: ټرمپ وایي، د ایران ځواب ډېر کمزوری وو.
د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې دولسمه ورځ په قطر کې پر امریکایي اډې د ایران پر غچ اخیستونکو بریدونو پیل شوه.
تازه د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ، قطر کې د امریکا پر لویې نظامي اډې “العدید” د ایران توغندیزو بریدونو په غبرګون کې دغه اقدام کمزوری یاد کړ.
ټرمپ زیاته کړه، چې په دې برید کې هېڅ امریکایي ته زیان نه دی اوښتی.
هغه ویلي، چې ایران له برید وړاندې دوی ته خبر ورکړی وو.
ډونالد ټرمپ ویلي، چې ایران ټول ټال ۱۴ توغندي پر قطر ویشتلي دي، چې له هغو څخه ۱۳ توغندي شنډ شوي او یو بل توغندی پریښودل شوی دی، ځکه هغه په داسې لوري روان و چې ګواښ نه بلل کېده.
قطر کې پر امریکایي اډې د ایران د برید زیان.
د قطر دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر العدید پوځي اډه يې د ایران توغول شويو توغندیو مخه نیولې او چاته پکې زیان نه دی اوښتی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر هوايي حریم او ځمکه خوندي دي او هوايي ځواک يې له ګواښونو سره د مبارزې لپاره چمتو دی.
ایران دوشنبه د شپې پرمهال قطر کې د امریکا پر لویې نظامي اډې العدید توغندیز بریدونه وکړل.
د ایران سپاه پاسداران ځواک په دې اړه ویلي، چې دغه غچ اخیستونکي بریدونه د امریکا وروستیو بریدونو غبرګون کې شوي دي، چې د ایران سوله ییز اتومي تاسیسات یې په نښه کړي وو.
سپاه پاسداران ځواک ویلي، چې ایران هېڅکله هم پر خپله خاوره او حاکمیت یرغل بې ځوابه نه پرېږدي.
یاده دې وي، چې العدید منځني ختیځ کې د امریکا لویه ستراتیژیکه نظامي اډه ده، چې امریکا د سیمې د هوايي ځواک عملیات ترې رهبري کوي او زرګونه سرتېري یې هلته مېشت دي.
نیویارک ټایمز: ایران له برید وړاندې قطر سره همغږي کړې وه.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې ایران له قطري چارواکو سره دامریکا پر پوځي اډو د برید په تړاو له وړاندې همغږي کړې وه.
دغې ورځپاڼې لیکلي، چې ایران دغه اقدام د مرګ ژوبلې مخنیوي په موخه کړی و.
په راپورونو کې راغلي، چې د قطر په امریکايي اډو کې هغه افغانان هم شته چې امریکا ته د کډوالۍ په پروګرامونو کې شامل دي.