سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهد ایران ـ اسراییل جګړه، یوولسمه ورځ، شېبه په شېبه

د ایران ـ اسراییل جګړه، یوولسمه ورځ، شېبه په شېبه

تاند「دوشنبه د چنګاښ / سرطان ۲مه」

بېړنی خبر: قطر وایي، پر ایران د ځوابي مستقیم برید حق له دوی سره خوندي دی.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر ایران د ځوابي مستقیم برید حق له دوی سره خوندي دی.

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې امریکايي رسنیو ویلي، د دغه هېواد ولسمشر، ډانلډ ټرمپ، دفاع وزیر پېټ هېګسټ او نور چارواکي د «وضعیت څار خونه» کې راټول شوي دي.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، له بحرین او اماراتو وروسته قطر، عراق او کویټ هم د الوتکو پر مخ خپل هوايي حریم تړلی دی.

اخوا ایران ويلي، قطر یې نږدې ملګری هېواد دی او پر دوحه یې له بریدونو یوازینۍ موخه د امریکا پوځي اډه وه.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې په دوحه کې د امریکا پوځي اډې ته د شپږو توغندیو له توغولو وروسته یې عراق کې هم د امریکا پر پوځي اډې برید کړی دی.

راپورونه وايي چې د دغو عملیاتو نوم «بشارت فتح» اېښودل شوی دی.

تر اوسه په دغو توغندیزو بریدونو کې چاته د تلفاتو اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

قطر د ایران له‌ لوري د دغه هېواد په خاوره کې د امریکايي ځواکونو پر اډې (العدید) برید غندلی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد بن محمد الانصاري، په یوې بیانیه کې دا د قطر د حاکمیت، د دغه هېواد د هوایي حریم، نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه بللې ده.

د ایران له بریدونو وروسته؛ اماراتو او بحرین هوايي حریم وتړه.

د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې له قطر وروسته متحده عربي اماراتو او بحرین هېوادونو هم خپل هوايي حریم تړلی دی.

دا اقدامات د ایران له توغندیزو بریدونو وروسته کېږي.
ایران نن شپه قطر هېواد کې د امریکا لویه ستراتیژیکه نظامي اډه العدید د توغندیو پر مټ په نښه کړه.

سي اېن‌اېن تلوېزیون په قطر کې د عیني شاهدانو له قوله ویلي، چې قطر کې د څو پرله‌پسې او زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

ایران قطر کې د امریکا پر لویې نظامي اډې العدید توغندیز بریدونه کړي.

ایراني رسنیو تازه خبر ورکړی، چې ایران قطر هېواد کې د امریکا پر لویې نظامي اډې توغندیز بریدونه کړي دي.

د ایران سپاه پاسداران ځواک په دې اړه ویلي، چې دغه غچ اخیستونکي بریدونه د امریکا وروستیو بریدونو غبرګون کې شوي دي، چې د ایران سوله ییز اتومي تاسیسات یې په نښه کړي وو.

سپاه پاسداران ځواک ویلي، چې ایران هېڅکله هم پر خپله خاوره او حاکمیت یرغل بې ځوابه نه پرېږدي.

یاده دې وي، چې العدید منځني ختیځ کې د امریکا لویه ستراتیژیکه نظامي اډه ده، چې امریکا د سیمې د هوايي ځواک عملیات ترې رهبري کوي او زرګونه سرتېري یې هلته مېشت دي.

تهران کې د اوین پر زندان د اسراییلو برید.

اسراییلو دوشنبه په تهران کې د اوین زندان باندې برید کړی، هغه برید چې اسراییل یې د روانې جګړې ستر برید بولي.

د میزان په نامه یوې خبرپاڼه چې د ایران د قضایه قوې اړوند ده، دا برید منلی خو زیاته کړې، چې د زندان ځینو برخو زیان لیدلی اما، وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

په دې تړاو نور جزیات ندي خپاره شوي او نه هم د زیانونو په اړه څه ویل شوي دي.

ملګرو ملتونو، افغانستان کې د لږ شمېر ایرانیانو پناه غوښتنه تائید کړه.

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ د شخړې له پیل راپدېخوا شاوخوا ۳۰ کورنۍ، چې دوه ګونی ایرانی او افغان تابعیت لري افغانستان ته راغلي، چې پرون ورځ یې یوازې څو پناغوښتونکي له دې ټولنې سره ثبت کړي دي.

د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته د ایران غبرګون.

‏د ایران ولسمشر محمود پزشکیان تازه ویلي، ایران سوله غوښتونکی دی خو واشنګټن او تل ابیب ته یې تونده لهجه کارولې.

پزشکیان ویلي، اسرائیلو او ملاتړې امریکا به پر دوی«ایران» کړي یرغل پښېمانه کړي.

نوموړي زیاته کړې، د ایران اټومي پروګرام پرمختګ مخنیوي سربېره د ایران حکومت له منځه وړل د امریکا او اسرائیلو له موخو دي او دې برخه کې دواړه په همغږي مخته ځي.

پزشکیان همداراز ویلي، وخت ورته دا روښانه کړه، چې واشنګټن او تل ابیب په لومه کې د ایران ښکېلولو په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروټ سوشیل کې د ایران حکومت په اړه لیکلي، «د ایران رژیم به ډېر ژر بدلون ومومي»

د اسلامي همکاریو سازمان؛ پر ایران د اسراییلو بریدونه وغندل.

د اسلامي همکاریو سازمان په استانبول کې د دغه سازمان ۵۱مه غونډه وکړه.

د غونډې د پای په اعلامیه کې د اسراييل له لوري د سیمې د بې ثباته کوونکو پالیسیو کلکه غندنه وشوه او پر ایران، سوریې او لبنان یې د هغوی بمباري له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

اعلامیه کاږي چې نړیواله ټولنه دې د دغو ظلمونو پوښتنه وکړي او له اسراييل دې د خپلو جنایتونو حساب ورکړي.

په دغه اعلامیه کې په غزه کې د روان وضعیت او د اسراييل د بریدونو او نسل وژنې کلک مخالفت هم شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له پوتین سره کتلي.

‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په کتنه کې، پر ایران وروستي بریدونه یو تېری کوونکی او بې‌دلیله اقدام بللی دی.

روسي رسنیو د پوتین له قوله ویلي: «دا په بشپړه توګه یو تېری کوونکی او نه‌ پارول شوی اقدام دی چې هېڅ اساس او توجیه نه‌ لري.»

رسنۍ: اسراييلي ځواکونو د ایران پر اټومي بټۍ برید کړی.

ایراني رسنیو ویلي، دغه برید په فردو کې پر هغه سیمه شوی چې اټومي مرکزونه پکې دي او امریکا پرې هم تېره ورځ بریدونه کړي وو.

ایراني رسنیو زیاته کړې چې د اټومي انرژۍ ادارې چارواکو ویلي، په دغو بریدونو کې چاته ګواښ نه دی پېښ او زیانونه یې هم نه دي اړولي.

ملګرو ملتونو ته د عراقچي لیک؛ د امریکا د سولې ضد اقدام پر وړاندې په قاطعیت ودرېږه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د ملګرو ملتونو سر منشي او د امنیت شورا رییس ته په یوه لیک کې د امریکا برید پر ایران “اندېښمنوونکی او له فاجعې ډک” بللی دی.

لیک کې ویل شوي چې د امریکا دغه اقدام نه یوازې د نړیوالې سولې او امنیت ښکاره نقض دی، بلکې له ځان سره بشري او چاپېریالي خطرونه هم لري. لیک زیاتوي چې د اټومي تاسیساتو نښه کول د ګڼو نړیوالو اسنادو په ګډون، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې د عمومي کنفرانس د ۴۴۴، ۴۷۵ او ۵۳۳ پرېکړه‌ لیکونو او د جینیوا کنوانسیونونو د الحاقي پروټوکول د ۵۶مې مادې له مخې منعه شوي دي.

عراقچي لیکلي چې دا ډول برید په نړیوالو اړیکو کې د بې‌ساري سقوط نښه ده او د امریکا حکومت باید له دغه د جنایت ډک برید په اړه حساب ورکوونکی وپېژندل شي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له سر منشي غوښتي چې د ملګرو ملتونو د نظام د ساتونکي په توګه، د دغې ښکاره بې قانونۍ او سولې ضد اقدام پر وړاندې په کلک دریځ ودرېږي.

پر اسراییلو د ایران تازه بریدونه.

ایراني رسنیو د سپاه پاسداران د یوې خبرپاڼې له مخې راپور ورکړی چې نن (دوشنبه) سهار یې هم د اسراييل پر بېلابېلو سیمو د بې پیلوټه الوتکې بریدونه کړي دي.

په دغو بریدونو کې ځانمرګي بې پیلوټه الوتکې هم کارول شوې دي.

د خبرپاڼې د لومړنیو معلوماتو له مخې، ډېری بې پیلوټه الوتکې خپلو ټاکلو موخو ته رسېدلې دي.

د اسرائیلو پوځ وایي، په ایران کې یې شپږ هوایي ډګرونه بمبار کړي ، ۱۵ الوتکې یې ویجاړې کړي او ځغاستلیکو ته یې زیان اړولی دی.

بي بي سي د اسرائیل دفاعي ځواکونه د یوه ټولنیز پوسټ له مخې لیکلي، بریدونه د ایران په لوېدیځ، ختیځ او مرکزي سیمو کې پر هوایي ډګرونو شوي دي.

د دوی په وینا، په دغو ډرون بریدونو کې F-15 او F-5 جنګي الوتکې، یوه د سون‌ توکو انتقالوونکې الوتکه او یوه AH-1 Cobra برید کوونکې چورلکه له منځه تللي دي.

همدا راز، دوی وایي چې ځغاستلیکې او ځمکتلي پټنځایونه هم زیانمن شوي دي.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې دا بریدونه کله شوي دي.

ایران تر دې دمه د دغه برید پخلی نه دی کړی.

اسراییلي وګړي له خپل حکومته تاوان غواړي.

الجزیزې خبري شبکې د اسرائیلي سرچینو په حواله راپور ورکړی، د ایران توغندیزو بریدونو په پایله کې تر ۳۲زره زیاتو کسانو د اسرائیلو له دولته د تاوان غوښتنه کړې ده.

د خپرو شویو شمېرو له مخې تر ۲۶ زره او ۵۰۰ غوښتنې په هغو ودانیو پورې اړوند دي، چې ایران په بریدونو کې ویجاړې شوې دي.

شاوخوا ۳زره موټرو او د تجهیزاتو تر ۳زره ډېر دستګاوو ته هم دغو بریدونو کې زیان اوښتی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي چې روسیې ته رسېدلی، ویلي یې دي تهران او مسکو تل د ګډو ستونزو پر وړاندې نږدې مشورې درلودې او دا ځل هم د دواړو هېوادونو سلا مشورې “ډېر ارزښت” لرلای شي.

عراقچي خبریالانو ته ویلي: «په دې حساسو او نوو شرایطو کې چې نړیوال نظام په حقیقت کې له ګواښ سره مخ دی، زموږ او د روسیې سلا مشورې به خامخا اهمیت ولري او هڅه کوو خپل دریځونه همغږي کړو.»

د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې ایران او روسیې تل ګډې اندېښنې او ګډ دښمنان درلودل.

اسرائیل وایي، په ایران کې خپلو اهدافو ته نېږدې شوی.

د اسراییل صدراعظم وایي، په ایران کې خپلو اهدافو ته چې د ایران د اټومي پروګرام او بالستیک توغندیو له منځه وړل دي ور نېږدې شوي.

هغه وایي، د فردو اټومي تاسیساتو سخت زیان لیدلی ولې په خبره یې د دې زیانونو وروستي او دقیق ارقام په لاس کې نه لري.

نتانیاهو وایي، ایران کې به یې عملیات هغه مهال پای ته ورسېږي، چې موخې پلې شي.

روسیه وایي، پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه د نړیوالې ټولنې بشپړ سپکاوی دی.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازي ویلي، چې د امریکا او اسرائیلو بریدونه د نړیوالې ټولنې بشپړ سپکاوی دی.
واسیلي نبنزیا زیاته کړې، چې د امنیت شورا ځینې غړي زړه نلري، چې پر ایران د امریکا بریدونه وغندي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې استازي ټینګار کړی، چې امریکا ډیپلوماسۍ ته ارزښت نه‌ ورکوي.

ایران اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور یو بل کس اعدام کړ.

ایراني رسنۍ وایي، چې دغه کس محمد امین مهدوي نومېده او موساد ته یې جاسوسي کوله، چې نن سهار په دار وځړول شو.

تر دې وړاندې دوه تنه نور هم د اسراییلو د جاسوسۍ په تور ایران په دار ځړولي دي.

اسراییل په کرمانشاه کې د ایران پر یوه پوځي هډه برید ته چمتووالی نیسي.

د اسراییلو پوځ د دوشنبې په سهار، اعلان وکړ چې دوی په کرمانشاه کې د ایران پر نظامي بنسټونو برید کوي.

تر دې وړاندې، اسراییلو د تهران سوېل ختیځ ، پارچین سیمه کې، چې د ایران له لویو نظامي کمپلکسونو څخه یوه ده، برید کړی و.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، امریکا به د خپل برید ځواب ترلاسه کړي.

پزشکیان زیاته کړې چې: ”پر ایران پوځي یرغل شوی خو په کلکه مو له ځانه دفاع وکړه.”

هغه ویلي، د نړیوال قانون په چوکاټ کې خبرو او مذاکراتو ته چمتو دي.

مسعود پزشکیان زیاته کړې، د ایران ملت به هېڅکله ظلم او ځورونې ته تسلیم نه شي او د امریکا یرغل ته به مناسب ځواب ورکړي.

شمالي کوریا پر ایران د امریکا بریدونه غندلي او واشنګټن یې د هېوادونو له حاکمیت څخه په سرغړونې تورن کړی.

د شمالي کوریا دولتي اژانس د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت له قوله خبر کې ویلي، امریکا پر ایران برید سره د یوه خپلواک هېواد له امنیتي ګټو ناوړه استفاده وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ خبر ورکړی، چې ولسمشر ټرمپ نن بیا د خپل ملي امنیت ټیم سره وګوري.

پر ایران د اسراییلو بریدونو کې د مرګ ژوبلې وروستي ارقام.

‏د ایران د بشري حقونو د څار یوې ادارې راپور ورکړی، چې د اسرائيلو له لوري د وروستیو بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۹۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۳۴۵۰ نور ټپیان دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د دغه بنسټ د راپور له مخې، چې نن (دوشنبه، د چنګاښ ۲مه) خپور شوی، په وژل شویو کسانو کې ۲۳۵ تنه امنیتي سرتېري او ۳۸۰ ملکیان شامل دي.

د پاتې کسانو هویت تر اوسه نه‌دی څرګند شوی.

د ایران د عامې روغتیا وزارت بیا تر دې وړاندې ویلي و، چې د بریدونو له امله تر ۴۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰۵۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

په مقابل لوري کې، اسرائيلي چارواکو ویلي چې دوی ته یوازې د ۲۴ کسانو د وژنې تائيد شوی او سلګونه نور ټپیان دي.

د امنیت شورا بېړنۍ غونډه وشوه.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي، د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې ویلي، چې تهران د نړیوالو قوانینو له مخې د ځان د دفاع بشپړ قانوني حق لري.

امیر سعید ایرواني د یک‌ شنبې پر سهار د امریکا له لوري د ایران پر سوله ییزو اټومي تاسیساتو بریدونو ته په اشارې دغه ورځ “د امریکا د سیاسي تاریخ بله شرموونکې پاڼه” وبلله.

هغه زیاته کړه چې ټرمپ “د دې شومې سناریو تر ټولو شرموونکې برخه خپله ترسره کړې ده.”

ایرواني دا هم ویلي چې د امریکا د هوايي برید په وړاندې د ایران د غبرګون وخت، ډول او پراخوالی به د ایران وسله‌ وال ځواکونه وټاکي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي هم د امریکا او اسراییل کړنې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې ښکاره سپکاوی او د نړیوالو اصولو څرګند نقض بللي دي.

واسیلي نبنزیا په دغه غونډه کې د امنیت شورا پر ځینو غړو د چوپتیا او د غندنې په برخه کې د بې وسۍ له امله هم نیوکه وکړه.

امریکایانو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې په نورو هېوادونو کې د دوی پر ضد او د امریکا د ګټو ضد د لاریونونو احتمال شته.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسراییل او ایران ترمنځ شخړې د سفرونو په چارو کې ګډوډي رامنځته کړې او کله نا کله د منځني ختیځ د هوايي حریم د بندېدو لامل کیږي.

له همدې امله امریکایي وګړو ته سپارښتنه شوې چې له زیات احتیاط کار واخلي.

په خبرپاڼه کې له امریکایي وګړو غوښتنه شوې چې د سفر د پلان جوړولو پر مهال دې وروستي امنیتي خبرتیاوې تعقیب کړي.

ټرمپ پر ایران تر برید یوه ورځ وروسته.

د ایران پر اټومي تاسیساتو له برید یوه ورځ وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې د “رژیم بدلون” مسله رد نکړه.

ټرمپ د “ټروت سوشل” پاڼه کې لیکلي: “د “رژیم بدلون” اصطلاح کارول له سیاسي پلوه سم ندي؛ خو که اوسنی ایراني رژیم د ایران د عظمت راګرځولو وس ونلري، نو ولې باید د رژیم بدلون ونشي”

هغه خپله لیکنه “ایران ته د عظمت راګرځولو” پر شعار پای ته رسولې.

ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې، چې امریکا “بم ته د ایران لاسرسی شنډ کړ” او تېره شپه یې “لویه لاسته راوړنه” ترلاسه کړه.

د تهران هوايي دفاعي سیسټم بېرته فعال شو.

ایراني رسنۍ وایي، د اسراییل له لوري پر ایران د بریدونو په دوام، د دوشنبې په سهار شاوخوا دوه‌نیمې بجې د تهران هوايي دفاعي سیسټم د کوچنیو اسراييلي بې‌پیلوټه الوتکو پر وړاندې فعال شو.

د راپورونو پر بنسټ، د کرج هوايي دفاعي سیسټم هم د “صهیونیسټي رژیم د یرغل” پر وړاندې

تازه: ‏د خامنه‌یي سلاکار علي‌ اکبر ولايتي ویل، چې نور په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي اډو لپاره هېڅ ځای خوندي نه‌ دی پاتې.

نوموړي دغه راز ګواښ کړی، که په سیمه او بل هر ځای کې کوم هېواد د امریکایي ځواکونو له‌ لوري د ایران پر ضد د برید لپاره وکارول شي، نو ددوی د وسله‌والو ځواکونو لپاره به یو مشروع هدف وي.

د اسراییلو او امریکا د بریدونو د ارزونې په اړه د امنیت شورا بېړنۍ ناسته.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران په غوښتنه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ ناسته، چې د اسراییلو او امریکا د بریدونو د ارزونې لپاره غوښتل شوې، تر څو ساعتونو وروسته ترسره شي.

دغه راز روسیه، چین او پاکستان امنیت شورا ته د پرېکړه‌لیک یو مسوده وړاندې کړې.

دوی په دې مسوده کې په منځني ختیځ کې له قید او شرط پرته، د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

مارکو روبیو؛ د امریکا پر ضد د ایران غچ اخیستل به تر ټولو ستره تېروتنه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار مارکو روبیو، تهران ته خبرداری ورکړی، که د امریکا د بریدونو غچ واخلي، نو دا به د ایران له خوا تر ټولو ستره تېروتنه وي.

هغه له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل: “موږ هېڅ داسې سند نه لرو چې وښيي چین په اوسني جګړه کې ښکېل دی.”

نوموړي له چین څخه وغوښتل چې له ایران سره خبرې پیل کړي او د هرمز تنګي په امنیت کې ونډه واخلي.

روبیو دا هم وویل چې ایران د اټومي بم جوړولو پر لور ډېر پرمختګ کړی و، خو د امریکا وروستیو بریدونو دا لړۍ درولې ده.

په یزد ښار کې د ایران ۹ امنیتي سرتېري وژل شوي

د فارس خبري آژانس راپور ورکړی چې پرون ناوخته د اسراییلو له خوا د یزد ښار په دوو پوځي مرکزونو د بریدونو په پایله کې، د ایران ۹ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د راپور له مخې، وژل شويو کسانو کې اووه تنه د سپاه پاسداران غړي او دوه نور سرتېري دي.

د ایران- اسراییل جګړه، لسمه ورځ، شېبه په شېبه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ځانگړي‌سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب غمجنه مړینه

آصف بهاند په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ځانگړي سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب له ژوند، د ژوند له ناخوالو، گران افغانستان سره...