تاند「دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲مه」وروسته له هغې چې امریکا د ایران په خاوره هوايي بریدونه ترسره کړل ایراني چارواکي د غچ اخیستو په تکل کې شول.
ایراني چارواکو پرون ویلي و، چې د واشنګټن له لوري د غچ اخیستنې لپاره انتخابونه د مېز پر سر دي.
تازه رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله ویلي، د ایران پارلمان د هرمز تنګي د تړلو پرېکړه تصویب کړه.
سرچینې د ایران د حکومت د دغه اقدام په اړه بشپړ جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي دي که عملي شي د تېلو په برخه کې به پر نړېوال بازار بد اغېز وکړي.
رسنۍ وايي، په نړۍ کې دا ستر او مهم تنګی چې د تېلو او نورو توکو د انتقال ستره لار بلل کیږي شاوخوا ۴۰ کیلو متره سور لري.
راپور کې راغلي، د هرمز تنګی د ایران او عمان تر منځ یوه سمندري لاره ده چې له تړل کېدو سره به د نړۍ اقتصاد زیانمن او په ګڼو هېوادنو کې به د تېلو بیې لوړې کچې ته ورسیږي.
د راپور په یوه برخه کې لیکل شوي چې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له چین غوښتي چې ایران و هڅوي څو دغه تنګي ونه تړي.
رويټرز لیکلي، روبیو په سیمه کې خپلو ځواکونو ته د خوندیتوب په موخه خبرداری ورکړی دی.
په ورته مهال د برېټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ لامي ویلي، که ایران د هرمز تنګي د بندېدو پرېکړه وکړي، دا به یوه ناسم او خطرناک ګام وي، چې د سیمې امنیت ته به جدي ګواښونه متوجه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې، د امریکا له لوري پر ایران تر برید وروسته نړۍ له یوې نوې اندېښمنې مرحلې سره مخ شوې ده.
لامي ټینګار کړی چې د شخړو د پراخېدو مخه باید ونیول شي، او پر ځای یې باید ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړل شي.