جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهازبکستان کې د افغانستان تاریخي اثار نندارې ته وړاندې کېږي

ازبکستان کې د افغانستان تاریخي اثار نندارې ته وړاندې کېږي

تاند「دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲مه」کابل کې د ازبکستان فرهنګي آتشې فرهاد توره بایف ویلي چې، په نژدې راتلونکي کيږې په خپل هیواد کي د اسلامي تمدن او فرهنګ نندارتون جوړوي او په دغه نندارتون کې به د افغانستان آثارو ته ځانګړی ځای ورکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې بایف دغه خبرې پرون (یک شنبه) کړې دي.

په خبرپاڼه کي راغلي چې، دغه نندارتون د یاد هیواد د جمهور رئیس شوکت میرضیایف په امر جوړېږي او د افغانستان اثارو ته ځانګړی ځای په نظر کې نیول شوی دی.

دغه خبر داسې مهال خپرېږي، چې د چین په شپږ ورځني نړېوال نندارتون کې هم د افغانستان کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.

د معلوماتو له مخې دغه شپږ ورځني نندارتون کې د افغانستان تولیدات په ۸۸ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

افغان سوداګر وایي، په دغه نندارتون کې د ۵۴ هېوادونو کورني صنایع په ۱۴۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

په یاد شمېر غرفو کې ۸۸ غرفې یې افغانستان ته ځانګړې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...