Homeخبرونهپه څلور ورځو کې د پاکستان له زندانونو ۶۱۴ افغان بندیان خوشې...

په څلور ورځو کې د پاکستان له زندانونو ۶۱۴ افغان بندیان خوشې شوي

تاند「دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲مه」د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو تازه ۲۶ تنه افغان بندیان ازاد او هیواد ته راستانه شول.

دغه وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، یاد شمېر افغان بندیان پرون (یک شنبه) د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې هیواد ته راستانه شول.

سرچینه کاږي چې دغه راز، دغو افغانانو په یاد هیواد کې د اوسېدو اسناد هم درلودل؛ خو بیا هم پاکستاني پولیسو نیولي او تر اوو ورځو پورې ئې بندیان کړي وو.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم د پاکستان له زندانونو د ۶۷ تنو افغان بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړل شوی وو.

دغه راز د تېر غبرګولي میاشتې په ۳۰مه او ۳۱مه بیا ۵۲۰ افغانان د پاکستان له زندانونو آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

راستانه شوي افغان کډوال که څه هم د راتګ پرمهال لومړنۍ مرستې ترلاسه کوي، خو دوی دا بسندویه نه بولي او د مرستو غوښتنه کوي.

د نظر خاوندان بیا وایي، کډوالو سره تر لومړنیو مرستو وروسته ښه لار دا ده چې دوی ته کاري زمینه برابره شي.

دوی وایي تیارې مرستې د بېوزلو او کډوالو درد نشي دوا کولی او اړتیا ده چې د اوږودمهال لپاره دوی ته د کار زمینې برابرې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...