Homeخبرونهټرمپ: که اوسنی رژیم د ایران عظمت را ونه ګرځوي، نو باید...

ټرمپ: که اوسنی رژیم د ایران عظمت را ونه ګرځوي، نو باید بدل شي

تاند「دوشنبه د چنګاښ ـ سرطان ۲مه」د ایران پر اټومي تاسیساتو له برید یوه ورځ وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې د “رژیم بدلون” مسله رد نکړه.

ولسمشر ټرمپ “ټروت سوشل” پاڼه کې لیکلي: “د “رژیم بدلون” اصطلاح کارول له سیاسي پلوه سم ندي؛ خو که اوسنی ایراني رژیم د ایران د عظمت راګرځولو وس ونلري، نو ولې باید رژیم بدل نشي؟”

هغه خپله لیکنه “ایران ته د عظمت راګرځولو” پر شعار پای ته رسولې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې، چې امریکا “بم ته د ایران لاسرسی شنډ کړ” او تېره شپه یې “لویه لاسته راوړنه” ترلاسه کړه.

ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې په نورو هېوادونو کې د دوی پر ضد او د امریکا پر ګټو پر خلاف د لاریونونو احتمال شته.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسراییل او ایران ترمنځ شخړې د سفرونو په چارو کې ګډوډي رامنځته کړې او کله نا کله د منځني ختیځ د هوايي حریم د بندېدو لامل کیږي.

له همدې امله امریکایي وګړو ته سپارښتنه شوې چې له زیات احتیاط کار واخلي.

په خبرپاڼه کې له امریکایي وګړو غوښتنه شوې چې د سفر د پلان جوړولو پر مهال دې وروستي امنیتي خبرتیاوې تعقیب کړي.

1 COMMENT

  1. USA+52 NATO COUNTRY COULD NOT BROKE AFGHANISTAN,
    BUT IRAN IS MORE STRON WITH HIGH TECH WEAPONS AND UNITED NATION.
    HOW CAN US BROKE IRAN?
    BUT ISRAEL IS ALMOST 80%FINISHED,
    MEDIA AND SOLDOUT AFGHANS LOBBY FOR JEWS.
    SHAME FOR MEDIA AND THAT WHO LOBBY FOR JEWS
    THANK YOU

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...