جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهبرښنا شرکت د برښنا د زیاتوالي خبره کوي، خو عام خلک له...

برښنا شرکت د برښنا د زیاتوالي خبره کوي، خو عام خلک له بې برقۍ شکایت لري

تاند「سې شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳مه」د طالبانو د برېښنا شرکت مسوولان وايي، د هوا د تودوخې درجې له زیاتېدو سره د برېښنا د پارچایو د مخنیوي په موخه یې د تره خېلو ۱۰۵ میګاواټه حرارتي دستګاه فعاله کړې ده.

برېښنا شرکت وايي، دغه چاره ورته په درنه مالي بیه تمامیږي خو د پېرېدونکو د ژوند هوساینې او د برېښنا د اړتیا پوره کولو ته ژمن دي.

د برښنا شرکت که څه هم د برښنا د زیاتوالي خبره کوي خو بل لورته د هېواد د ګرمو ولایتونو اوسېدونکي له سختۍ ګرمۍ او د برېښنا له نشتون نه شکایت کوي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکي وایي، د تودوخې درجې له لوړېدو سره د برښنا د پرچاوۍ کچه هم په زیاتېدو ده.

دوی وایي برښنا شرکت تل د اړتیا پرمهال ولس ته د برښنا رسولو برخه کې پاتې راغلی او بهانې لټوي.

خلک داسې مهال له ګرمۍ او د برشنا له پرچاوۍ شکایت کوي، چې تازه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اټکل کړی چې په افغانستان کې د راتلونکې جولای له لومړۍ تر درېیمې نېټې د سختې ګرمۍ څپه راروانه ده، چې انسانانو، څارویو او کروندو ته خطر پېښولی شي.

دغه سازمان اټکل کړی چې تودوخه ښایي له دوو تر لسو درجو پورته شي او د افغانستان په ختیځو، شمالي او سویلي سیمو کې تر ۴۵ درجو ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب