جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهقطر په دوحه کې د ایران سفیر احضار کړی

قطر په دوحه کې د ایران سفیر احضار کړی

تاند「سې شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳مه」‏د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد کې د امریکا پر «العدید» هوایي اډې د ایران د تېرې شپې بریدونو په غبرګون کې یې د دغه هېواد سفیر علي صالح ابادي احضار کړی دی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ایران په دغو بریدونو سره د قطر هوایي حریم او ملي حاکمیت، نړیوال قوانین او د ملګرو ملتونو منشور نقض کړی او اوس دوحه د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د ځواب ورکولو حق له ځان سره خوندي ساتي.

په بهرنیو چارو کې د قطر دولت وزیر سلطان بن سعد المریخي د ایران سفیر ته ویلي، د تېرې شپې بریدونه یې د ښه ګاونډیتوب او نږدې اړیکو اصولو سره په ټکر کې وو.

قطر یو ځل بیا د خبرو له لارې د ستونزې پر حل ټینګار کړی.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې قطر د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه استول شوي لیک کې د ایران له لوري پر العدید پوځي اډې د توغندیز برید په غبرګون کې ویلي، چې د دا ډول پوځي اقداماتو دوام د سیمې امنیت او ټیکاو له ګواښ سره مخ کوي او دا کار کولای شي د نړیوالې سولې او امنیت لپاره له ناورین ډکې پايلي ولري.

قطر زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو له مخې، د مستقیم غبرګون حق خپل ځان ته خوندي بولي.

په دغه لیک کې د قطر دولت همداراز پر دې ټینګار کړی چې باید ټول پوځي اقدامات سمدلاسه ودرول شي او جدي خبرو اترو ته بېرته ستنېدنه وشي.

2 COMMENTS

  1. نو شیخان سوډران کله حریم او خپلواکي لري ددغو غلام حریم خو د امریکې په لاس کې ده. اصل ایران په قطر حمله نه ده کړې ایران په امریکا یرغل کړی ځکه د تش په نامه شیخانو له خوا په ایران یرغل سر ته رسیدلی.

  2. په قطر کی د ایران له لوری پر امریکائی اډو رښتینی یا نارښتینی برید وشو ( البته نه د قطر پر ملی حاکمیت باندی ) خو امریکائیانو او انګریزانو ځینی عربی ټولنی دیته وهڅولی چی دا برید باید پر قطر باندی د برید تعبیر ولری نو ځکه ځینو عربو د غُل زامنو دا برید وغانده. تر ټولو خواګرځن دریځ د محمود عباس دریځ ۇ. عباس وویل چی پر قطر باندی د ایران برید پر ټولو عربی هیوادونو باندی د برید معنی لری. ( یهودی زاده عباس هیڅکله نه دی ویلی چی پر غزه او ټول فلسطین باندی د اسرائیلو یرغل پر ټول عربی او اسلامی اُمت باندی د یرغل په معنی دی ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...