تاند「سې شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳مه」اسوشیتېډی پرېس خبري اژانس وايي، له ۱۲ ورځو بریدونو وروسته تهران او تل ابیب د امریکا له لوري د اوربند وړاندیز شوې طرحه منلې.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، د امریکا له لوري وړاندیز شوی د اوربند پلان یې منلی خو خبرداری یې ورکړی، چې دوی به د اوربند هر ډول سرغړونې ته په کلکه ځواب ووایي.
یاد اژانس د سرچینو په حواله ویلي، ایران کې نن سهار ۷:۳۰ بجې اوربند نافذ شوی خو ایراني چارواکو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.
سرچینې ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون دوشنبه په ټروټ سوشیل لیکلي، « تر راتلونکي ۲۴ ساعتونو پورې به د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوربند پیل شي»
ټرمپ زیاته کړې، «له دې سره به ۱۲ ورځنۍ جګړه پای ته ورسیږي» د «قطر له امیر مننه» چې سیمه کې یې د سولې لپاره هڅې وکړې.
د رویټرز د خبر په بنسټ ټرمپ نن سه شنبه ویلي، اوربند نافذ شوی او له دواړو خواوو یې غوښتي چې سرغړونه ونه کړي.
بل لورته سوریې او عمان هم خپل هوایي حریم پرانیسته..
نړیوالې رسنۍ راپور ورکوي چې سوریې او عمان د تېرې شپې تړل شوی هوايي حریم بېرته پرانیستی دی.
د راپورونو له مخې، د عمان هوايي شرکت ویلي چې د سیمهییزو ترینګلتیاو له امله د تېرې شپې د الوتنو له لغوه کېدو وروسته، اوس یې الوتنې بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي.
د سیمې نورو هېوادونو لکه قطر او عراق هم خپل هوایي حریم بېرته پرانیستی او د الوتنو شرکتونو اعلان کړی چې د سېشنبې له ورځې به بېرته عادي الوتنې پیل کړي.
یادو هېوادونو په قطر کې د امریکا پر لویه نظامي اډه د ایران تر برید وروسته خپل هوایي حریم تړلي وو.