Homeخبرونهاسراییل له ایران سره اوربند اعلان کړ

اسراییل له ایران سره اوربند اعلان کړ

‏تاند「سې شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳مه」د اسراییلو او ایران ترمنځ د جګړې په دولسمه ورځ اسراییلو رسما اوربند اعلان کړ.

د اسراییل لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو وايي، د ولسمشر ټرمپ له خوا وړاندیز شوي د اوربند هوکړې سره یې موافقه کړې ده.

نتانیاهو وايي، دوی په ایران کې خپلو موخو ته رسېدلي او د پیل کړې جګړې هدف چې د ایران اټومي تاسیسات او توغندیز ګواښ و، له منځه ولاړ.

ایران تر اوسه د ټرمپ له لوري د وړاندیز شوي اوربند په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې خارجه وزیر ټنیګار کړی و چې که اسراییل برید بس نه کړي، دوی جنګېږي.

دا اوربند څو ساعتونه وړاندې د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ هغه وخت اعلان کړ، چې ایران په عراق او قطر کې د امریکا دوه مهمې پوځي هوايي اډې په نښه کړې.

له دې وړاندې د اسراییل – ایران جګړې په ترڅ کې، ولسمشر ټرمپ وویل، چې په بریالیو عملیاتو سره یې د ایران درې اټومي تاسیسات چې فُردو، نطنز او اصفهان دي، له منځه یوړل.

ایران تازه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې ‏د ايران بهرنيو چارو وزير، سيد عباس عراقچي د امريکا د ولسمشر هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې ايران او اسراییل د اوربند پر سر هوکړه کړې ده.

عراقچي پر اېکس ليکلي: «تر دې دمه، د اوربند يا د نظامي عملياتو د درېدو په اړه هیڅ هوکړه نه ده شوې.»

هغه زياته کړې که اسراييل تر نن (سې شنبې) سهار څلورو بجو پورې د تهران پر وخت خپل يرغلګر بریدونه بند نه کړي، ايران به خپل نظامي غبرګون ته دوام ورکړي.

اوس وبه لیدل شي چې ایران اوربند مني که نه.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    دا لکه د افغانستان د آزادۍ غزاء چې امان الله خان او افغانانو ګټلې وه مګر،مکار انګریز د اوربند پیشنهاد وکړ؛
    اوس ایران باید اوربند ونه منی! ځکه امریکا او اسراییل وارخطا دي
    بل ،که ایران رښتیا د قدس، فلسطین او غزې ….د استقلالولو هوډ او دعوا لري ؛ اوس ېې اسراییل له خوګې ګوتې نیولی +که د اسلامی ملکونو کنفرانس استانبول کې یوه خوله نتیجه ورکړي ؛ان شآءالله د دې کنسری دانې ایسته اچولو ټایم راغلی
    د دا بلې سرطاني مردارستان اجل به د بلوچ او پښتونخوا خیبریانو په لاس وي انِ شآء الله ج.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...