Homeخبرونهامریکا: وخت یې دی،چې بدلون د افغانستان له داخله پیل شي

امریکا: وخت یې دی،چې بدلون د افغانستان له داخله پیل شي

تاند「سې شنبه د چنګاښ ـ سرطان ۳مه」د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، د امریکا دايمي استازې ډوروتي شیا وویل، چې امریکا د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره ارزوي.

شیا زیاته کړه، چې د امریکا.- افغانستان پالیسي دمګړۍ تر بیاکتنې لاندې ده.

نوموړې زیاته کړه چې ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څرګنده کړې چې د حکومت تمرکز محدود شوی دی.

دوی زیاته کړې: “د امریکایانو ساتنه، د ترهګرۍ له ګواښونو مخنیوی، او د ټولو بندیانو خوشې کول زموږ تر ټولو مهم لومړیتوبونه دي.”

د امریکا دايمي استازې ډوروتي شیا په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیا واک ته تر رسېدو وروسته د نړیوالې ټولنې د مرستو پر تګلارې هم نیوکه وکړه او دا تګلاره یې «لنډ مهاله» او د ځمکنۍ وضعې د بدلون لپاره بې‌ اغېزې وبلله.

هغه ټینګار وکړ: “زموږ د ګډو ګټو لپاره اړینه ده چې ډاډ ترلاسه شي افغانستان بیا هېڅکله ترهګرو ته پناه نه ورکوي، د یرغمل‌نیونې په دیپلوماسۍ کې ښکېل نه وي، او د سیمې د ثبات لپاره د مثبت رول لوبوونکی وي.”

شیا وویل چې بدلون باید د افغانستان له دننه راپورته شي، او هیله یې وښوده چې نړیواله ټولنه دې یو موټی شي تر څو اغېزمنې پایلې ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...