یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکلتوربریتانیا د افغانستان یو شمېر مهم لرغوني اثار بېرته ورسپاري

بریتانیا د افغانستان یو شمېر مهم لرغوني اثار بېرته ورسپاري

تاند- بریتانیايي ورځپاڼو راپور ورکړ چې د دغه هیواد موزیم (بریټش موزیم) غواړي چې له افغانستان او عراق څخه لوټ شوي او بریتانیا ته وروړل شوي لرغوني اثار بېرته دغو هیوادونو ته وسپاري.

مېل ورځپاڼې نن /دوشنبه/ په یوه راپور کې ویلي چې بریټش موزیم د بریتانیا له سرحدي ځواکونو او د قانون له نورو نافذوونکو ادارو سره کار کوي چې بریتانیا ته په غیرقانوني ډول وروړل شوي لرغوني اثار خپلو اصلي هیوادونو ته بېرته ولېږي.

دا مجسمه بریتانیا بېرته افغانستان ته سپاري

د دغو لرغونو اثارو په منځ کې، چې ټاکل شوې ده بېرته خپل اصلي هیواد ته ورکړل شي، د ګندهارا تمدن مجسمې هم شاملې دي چې له افغانستان څخه لوټ شوي او د ۲۰۰۲ م کال د سپټمبر په ۵ نېټه په غیرقانوني ډول له پېښور څخه بریتانیا ته وړل شوي او د لندن په هیترو هوايي ډګر کې کشف او ضبط شوي دي.

په همدې حال کې د بریتانیا بلې ورځپاڼې ګارډین لیکلي چې دا مجسمې به افغانستان ته تر لېږلو وړاندې په لندن کې نندارې ته کېښودل شي.

د ورځپاڼې د راپور پر اساس، دا مجسمې غالباً د دې لپاره چې طالبانو ماتولې، د کابل له موزیم څخه ایستل شوي او په

دا مجسمه بریتانیا بېرته افغانستان ته سپاري

لرګینو کرېټونو کې بریتانیا ته قاچاق شوې دي.

بریټش موزیم نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې دا تر ټولو مهم لرغوني اثار دي چې دوی یې خپلو اصلي هیوادونو ته بېرته ورګرځوي.

د دغو اثارو په منځ کې د ګندهارا د یونیم زر کاله پخواني تمدن ۹ مجسمې هم شته.

بریتانیا په تېرو کلونو کې سلګونه لرغوني اثار افغانستان ته بېرته سپارلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب