Homeخبرونهایلن ماسک د امریکا له حکومته وځي

ایلن ماسک د امریکا له حکومته وځي

تاند【پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۸مه】‏د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز ته د ډانلډ ټرمپ له حکومته د ایلن ماسک د وتلو خبر تایید کړ.

دغه چارواکي زیاته کړې چې هغه به په ځایي وخت له نن (پنجشنبه) شپې د خپلو وتلو بهیر پیل کړي.

ایلن ماسک هم پر خپله اېکس پاڼه له ولسمشر ټرمپ مننه کړې ده.

ماسک ویلي چې د دولت د ځانګړي کارکوونکي په توګه یې دنده پایته رسېدلې.

یوې باوري سرچینې رویټرز ته ویلي چې ماسک د وتلو پر مهال له ټرمپ سره نه دي کتلي او دغه پرېکړه د نورو لوړپوړو کارکوونکو په کچه شوې ده.

امریکایي میلیاردر ایلن ماسک د ډونالډ ترمپ له بیا ولسمشر کېدو سره سم د امریکا په حکومت کې د دولت د موثریت څانګې مشر وټاکل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...