Homeخبرونهبلوچستان کې د بس اوښتو پېښه کې ۳۶ تنه مړه او ژوبل...

بلوچستان کې د بس اوښتو پېښه کې ۳۶ تنه مړه او ژوبل دي

تاند【پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۸مه】‏د بلوچستان په بولان سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس اوښتو پېښه کې ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني رسنۍ وایي، چې پېښه کې ۴ کسان مړه شوي او ۳۲ نور ژوبل شوي دي.

بل لورته د پاکستان ایالتي روغتیايي چارواکو د یو شمېر ټپیانو وضعیت نازک ښودلی دی.

د معلوماتو له مخې پېښه هغه مهال رامنځته شوه،کله چې مسافر وړونکی بس بې واکه او یوې درې ته ولوېد.

د پېښې لامل لا نه دی معلوم، خو د باور دا دی چې دا ډول پېښې ډېری وخت د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...