Homeخبرونهد پاکستاني پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته؛ ۱۱تنو ته مرګ ژوبله...

د پاکستاني پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته؛ ۱۱تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند【پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۸مه】په ‏کشمير کې د پاکستاني پوليسو او وسله‌ والو ترمنځ نښته شوې.

پاکستاني رسنۍ وایي،چې په پايله کې يې د دواړو لوريو شپږ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، ياده نښته د کشمير راولاکوټ ښار په حسين کوټ سيمه کې هغه مهال شوې، چې پوليسو د وسله‌ والو پر وړاندې عمليات پيل کړل.

سرچینې دواړه لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره څه نه دي ویلي، چې کوم لوري زیات زیان لیدلی.

ويل‌کېږي، دې پېښې د يوه ملکي وګړي ژوند هم اخيستی دی.

دغه نښته داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په تړاو سخت کړکېچ رامنځته شوی و، چې ان پر یو بل یې هوایي بریدونه هم وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...