Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام؛ ۴ ملیونه افغانې میندې او ماشومان پر خوارځواکۍ...

د خوړو نړیوال پروګرام؛ ۴ ملیونه افغانې میندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي

تاند【پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۸مه】د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي ) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې څه باندې ۴ میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.

یاد پروګرام ویلي، د دغو مېندو له ډلې ځینې یې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ تر درملنې لاندې دي.

له دې وړاندې هم خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې ښايي په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۵ ملیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.

د طالبانو روغتیا وزارت بیا په دې تړاو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

بل لورته د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو ایچ او ) پر خپله اېکس پاڼه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې پر روغتیايي مرکزونو ۱۹۴ قلمه روغتیايي توکي ویشلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرستې د اروپايي ټولنې په ملاتړ چمتو شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې دا توکي د سرطان د تشخیص، د مایکرو بیولوژۍ او بایو کیمیکل ازمایښتونو ترسراوي لپاره اړین دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...