Homeخبرونهد هلمند او بلوچستان ترمنځ پر ډیورند کرښه نښته شوې

د هلمند او بلوچستان ترمنځ پر ډیورند کرښه نښته شوې

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) رارپورونه وايي چې نن (پنجشنبه) سهار د هلمند ولایت په بهرامچې ولسوالي کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې پیل شوې دي.

د ځايي سرچینو پر اساس، تر غرمې پورې نښتې دوام درلود. تر دې دمه د مرګ ژوبلو یا تاوانونو راپور نه‌ دی ورکړل شوی.

په دې اړه هم تر دې دمه څه نه دي ویل شوي چې جګړه کوم لوري په څه خاطر پیل کړې ده.

د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې په ځلونو نښتې شوي دي. عموماً د پوستو د جوړولو یا له افغان کډوالو سره د بد چلند پر سر شخړې رامنځته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا اعدام ودروئ!

ډایلاګ: نانا پاټیکر- ژباړه: غني حسن تاسو نن ټول راغلي یاست، چي زما د مرګ ننداره وکړئ!  اوس به ما په دار وځړوي؛ ژبه به...