Homeخبرونهکرزی وایي،هیله من دی لور یې له افغان نجونو سره په کور...

کرزی وایي،هیله من دی لور یې له افغان نجونو سره په کور دننه لوړې زده کړې وکړي

تاند【پنجشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۸مه】پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ايکس پاڼه له دولسم ټولګي د خپل زوی په فراغت غونډه کې خوښي ښودلې چې، زوی یې میرویس کرزی د هېواد د ځوانانو یوې ډلې، په ګډون له ښوونځي فارغ شو.

کرزي افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د دروازو بندېدو ته په اشارې هیله ښودلې، چې لور یې له نورو افغان نجونو سره په وطن کې له ښوونځي فارغه شي.

کرزي لیکلي: ” لور مې ملالۍ هم د ابتدایه دورې زده‌ کړې پای ته رسولې او لوړو مراحلو ته د زده‌کړو لپاره چمتو او هوډمنه ده.هیله لرم چې هغه هم د هېواد له ټولو خویندو سره یو ځای، د دولسم ټولګي تر پایه پورې زده‌کړې دننه په هېواد کې بشپړې کړي او په پوهنتون کې د لوړو زده‌کړو له لارې خپلو هیلو ته ورسېږي.

حامد کرزی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو له پیله تر دې دمه د افغان نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې بندې دي.

سره له دې چې په یاده موده کې په ځلونو افغانستان کې نجونو پرمخ د ښوونیزو دروازو د پرانیستې غوښتنې شوي، خو طالبانو لا دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...