Homeخبرونهد امریکا او ایران ترمنځ موافقه به په ۲ پړاوونو کې نهايي...

د امریکا او ایران ترمنځ موافقه به په ۲ پړاوونو کې نهايي شي

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) ډیپلوماتیکې سرچینې وايي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ احتمالي هوکړه به په دوو پړاوونو کې عملي شي.

د دغو سرچینو پر اساس، لومړی پړاو به د تفاهم‌لیک لاسلیک وي، او پاکستان به هم د شاهد په توګه د لاسلیک په مراسمو کې ګډون ولري.

له دې مخکې، «اکسیوس» وېب‌پاڼې له موضوع د خبرو چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې امریکا او ایران یوې هوکړې ته رسېدلي، خو دا توافق لا هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي تایید ته اړتیا لري.

د دغو سرچینو په وینا، په دې توافق کې ټاکل شوې چې د راتلونکو ۶۰ ورځو مذاکراتو اصلي تمرکز به پر اتومي دوسیې وي. همداراز، د هوکړې د عملي کېدو پر مهال به پر ایران لګېدلی سمندري بندیز هم لرې شي.

یوه امریکايي چارواکي اکسیوس ته ویلي، په دې توافق کې ایران ژمنه کړې چې د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه به نه کوي، او همداراز به د ۳۰ ورځو په موده کې هرمز تنګی له ټولو ماینونو پاکوي.

هغه زیاته کړې چې ټرمپ منځګړو ته ویلي، د هوکړې د جزییاتو د ارزونې لپاره څو ورځو وخت ته اړتیا لري.

اکسیوس همداراز راپور ورکړی چې د دې هوکړې شرایط د سې‌شنبې په ورځ وروستي شوي، خو د دواړو هېوادونو مشرانو تر اوسه دا شرایط نهايي کړي نه دي.

د یادونې وړ ده چې امریکا او اسرائیل د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران پوځي فشارونه زیات کړي وو، چې له هغې وروسته د سیمې وضعیت لا پسې ترینګلی شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال، څېړونکی او شاعر عارف غروال وفات شو

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲ مه) د افغانستان یوه تکړه څېړونکی، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشر غړي عارف غروال د ۸۱ کلونو...