Homeخبرونهایران ۴ نور افغانان اعدام کړل

ایران ۴ نور افغانان اعدام کړل

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۸مه) د ایران حکومت د چهارشنبې په ورځ د څلورو افغان اتباعو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ کسان اعدام کړل.

د ایران د بشري حقونو یوې څارونکې ادارې، هه نګاو راپور ورکړ چې اعدام شوي کسان د مخدره موادو، پلان شویو وژنو، او جنسی تیریو په تور محکوم شوي وو. دغه اعدامونه د کرج په قزل حصار زندان کې وشول.

د هه نګاو د معلوماتو پر اساس، د دغو کسانو په منځ کې څلور افغانان و چې درې یې د جنسي تیري او یو د پلان شوي قتل په تور محکوم شوی و.

هه نګاو ویلي چې د اعدام شویو کسانو له ډلې څخه یې ۱۱ تنه پېژندلي دي.

د ایران د قضایی چارو یوه چارواکي کاظم غریب ابادي په دې وروستیو کې وویل چې په ایران کې نژدې ۹۰ سلنه بهرنی بندیان افغان اتباع دي.

تر دې مخکې هه‌‌نګاو ویلي و چې د سږ کال په تېرو اوو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۵ افغان بندیان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ (د اګست ۴ مه) په ناروې کې دېره د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي و چې ایران په تېرو اوو میاشتو کې شل تنه افغانان په بېلابېلو تورونو اعدام کړي دي.

دغه سازمان ویلي چې په دې موده کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.

په دوی کې ۱۵ ښځې، ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کردان او ۲۰ افغان اتباع وو.

راپور ښیې چې له ۳۰۰ اعدامونو څخه ۱۷۲ یې د مخدره توکو په جرمونو پورې تړاو لري.

  بې کسه اعدامیان| پوهاندنصرالله ستانکزی

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...