شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهايران: نيږدې ۴ نیم میلیونه افغان کډوال زموږ خاوره کې ژوند کوي

ايران: نيږدې ۴ نیم میلیونه افغان کډوال زموږ خاوره کې ژوند کوي

تاند( دوشنبه ، د سرطان شپږمه )‌‏‏ ایراني چارواکو په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د شمېر په اړه تازه ارقام خپاره کړي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت امنيتي مرستيال سيد مجيد میر احمدي ويلي، چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو شمېر ۴ ميليونه او ۵ سوه زره تنه اټکل شوی‌ دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغان کډوالو د تازه ثبت پر مهال څرګنده شوه ، چې له دغه شمېر کډوالو څخه ۲ میلیونه او ۳۰۰ زره کسان ېې په ناقانونه توګه په ایران کې ژوند کوي.

ایراني مقام د افغان کډوالو د بیا سرشمېرنې دليل هلته د افغان کډوالو د کره شمېر‌ معلومول ښودلې، خو ځینې شنونکي باور لري چې د دې کار تر شا د ایران نور هدفونه شته دي.

له هغې ډلې یو هدف دا دی، چې ایران د کډوالو د ویستو لپاره دلایل زیاتوي او په دې ډول نړیواله ټولنه غواړي د مرستو د لاسته راوړلو لپاره تر فشار لاندې راولي.

د‌ طالبانو د حکومت د کډوالو وزارت شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې د پناه غوښتونکو د نړيوالې ورځې په مناسبت په ایران کې د افغان کډوالو شمېر شاوخوا ۳ نیم میلیونه تنه ښودلی و.

د بښنې نړېوال سازمان بیا د ایران په ګډون د افغانستان ځینې ګاونډي او نور هېوادونه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو پر وړاندې په بد چلند تورن کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب