پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد پاکستان په کورنیو الوتنو کې د مخ ماسک کارول لازمي شو

د پاکستان په کورنیو الوتنو کې د مخ ماسک کارول لازمي شو

داودجبارخیل
د پاکستان د هوايي چلند وزارت د کورنیو الوتنو پر مهال د مخ ماسک اغوستل لازمي کړي دي.
د هوايي چلند وزارت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د مجاز ادارې له خوا له صادر شوي لارښود سره سم به په پاکستان کې د داخلي الوتنو پرمهال د مخ ماسک اغوستل لازمي وي. دا محدودیت به سمدستي نافذ شي.
د بیان له مخې د کورني پروازونو لپاره د کوويډ 19 په نورو لارښودونو کې کوم بدلون نه دی راغلی.
وزارت ټولو  ادارو ته لارښوونه کړې چې د دې بندیز د پلي کولو ډاډ ترلاسه کړي.
د یادولو وړ ده چې د روان کال په اپریل میاشت کې د ملکي هوايي چلند ادارې د کورنیو الوتنو پر مهال د مخ ماسک اغوستلو شرط لغوه کړ.
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کرونا له امله دوه تنه مړه شوي، په داسې حال کې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له ۴۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۴۴۳۷ معاینات شوي، چې ۴۰۶ یې تثبیت شوي او دا کچه ۲.۸۱ سلنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب