دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد ط-انو تازه حکم؛ زلزله ځپلو ته ټولې شوې مرستې موږ ته...

د ط-انو تازه حکم؛ زلزله ځپلو ته ټولې شوې مرستې موږ ته وسپارئ

تاند( دوشنبه ، د سرطان شپږمه )‌‏‏ د افغانستان له یو شمېر ولایتونو څخه د پکتیکا زلزله ځپلو ته مرسته ټولونکي وايي، چې طالبانو ورڅخه د زلزله ځپلو لپاره د را ټولو شويو مرستو د ور سپارلو غوښتنه کړې ده.

څو مرسته ټولونکو د نوم نه خپریدو په شرط تاند وېبپاڼې ته وويل، چې په دې اړه د طالبانو ځايي چارواکو ورسره اړیکې نیولي او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې امر ېې ورسره شریک کړی.

سرچینې زیاتوي، چې طالبانو دغه امر په شفاهي ډول ورته کړی او ویلي، چې ټولې مرستې به دوی ته سپارل کیږي او وېش به ېې د طالبانو په وسیله ترسره کېږي.

د‌ زلزله ځپلو لپاره مرسته ټولونکي وايي، چې پکتیکا ته د مرستې نه رسیدو اصلي دليل ېې همدا دی، چې طالبانو له دې کار څخه منع کړي دي.

هغه زياتوي، چې د طالبانو دا پریکړه به په ولسي کچه د دوی باور خراب کړي، ځکه دوی خلکو ته د طالبانو د دغه حکم په اړه څه نه شي ویلی او خلک فکر کوي، چې مرستې دوی حیف و میل کړي دي.

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د یادونې وړ ده، چې په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د پراخ اقتصادي او بشري ناورين باوجود د مختلفو ولايتونو خلکو په لسګونه میلیونه افغانۍ مرسته را ټوله کړې، خو دا چې برخليک به ېې آخر څه کیږي، لا معلومه نه ده.

مخکې د پکتیکا زلزله ځپلو د مرستو د نه رسیدو شکایت کړی.

د ملګرو ملتونو یو شمېر مرستندويه ادارو هم طالبان د دوی په مرستندويه چارو کې په لاس وهنې تورن کړي وو.

2 COMMENTS

  1. ډدی مرستو نوم عاجلی مرستی دی ،یعنی بلا وقفه باید هغو ګوډو ماتو ،زخمیانو او بی کسه افغانانو
    ته ورسول شی ،چې لا ژوندی دی او تلف نشی نو دا ډ مرستو ځنډول څه افاده کوی؟
    اول ـ کاړ آهلِ کاړ ته ،نه سپارل
    دوهم ـ په همدی حالت کی غفلت او بی مسئولیتی دضعیف ایمان او تربیت،نښه ده ،دا کمک بل
    ځای کې مصرفول ،ډ هغی طالبانو ځواب ته ورته دی چې وایی؛موږ ځکه اختطاف ،غلا او قتل کولو چې لدی لاری جهاد تقویه کړو لکه مخدوم عالم ،مولوی مهدی او نور؛چې دوی په همدی دلیل برائت
    ورکړو
    دریم ـ دا بشری عاجلی مرستی هغه دنیاوالو کړی چې اکثریت یی مسلمان ندی خو دا وږی موجود خپله سیمه
    کی ،خپل عزیز او تربوړ ته یی نه ورکوی ؛نو ایا دا حکام؛امراء او علما او دحقانیه شیخ التفسیر
    والحدیث؛ اهل د کار ندی؟ او که حب مال ورباندی غالب دی او تر اوسه مشبوع شوی ندی؟یا قتلونو سره
    عادت او انسانی عاطفه یی منفی ته اوښتی او کالانعام په وهلو او وژلو لکه نسوار ،معتاد شوی
    اتامرون الناس بالبر و تنسون انفسکم

  2. څو کلونه مخکی په جنوب شرقی آسیا کی د سونامی پنوم یو ویرانوونکئ سمندری طوفان را منځته سو چی ډیر تلفات ئې درلوده. په خبرونو کی د ځائی خلګو له خولې:
    د سونامی څخه شل دقیقې مخکی د سیمی ټولو اهلی او وحشی حیواناتو په تیښته پیل وکړ ځکه د زلزلې او سمندری څپو احساس ئې کړئ ؤ.
    نو
    ممکن طالب مالب ارمونی هم د ځان د ځپَنی احساس کړئ وی او د سونامی او تیښتی مخکی د خپلو جیبونو په ډکولو لګیاء دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب