پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد کابل ۲ زره کورونو ته امنیتي کامرې لګول شوي

د کابل ۲ زره کورونو ته امنیتي کامرې لګول شوي

تاند:(جمعه ،د عقرب شلمه)‏‌ د کابل لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي، چې د کابل ښار په پینځلسمه ناحیه کې خلکو د دوی په غوښتنه شاوخوا دوه زره امنيتي کامرې خپلو کورونو ته لګولي دي.

‏د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ويلي، چې دا کار خلکو د دوی په غوښتنه له امنيتي ادارو سره د همکارۍ لپاره کړی.

ځينو خلکو په دې اړه توند غبرګون ښودلی او ویلي، چې د کورونو په سر امنيتي کامرې لګول به ېې د خصوصي حريم د نقض زمینه برابره کړي، خو طالبانو دا خبره رد کړې او ویلي، چې د کامرو لګولو هدف د چا د خصوصي حريم نقضول نه دي.

‏يو شمېر نورو خلکو بیا د دې کار هرکلی کړی او ویلي، که دا کار ريښتيا په امنيت تامينولو کې مرسته کوي، خلک به ېې له ټولو اقتصادي ستونزو سره بیا هم تر سره او خپلو کورونو ته امنیتي کامرې ولګوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...