جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د فرانسې د ۱۷۸۹ کال ولسي انقلاب او د ایران اوسنی ولسي...

د فرانسې د ۱۷۸۹ کال ولسي انقلاب او د ایران اوسنی ولسي پاڅون

عبیدالله سهاک
د پوهنتون استاد

د ایران ولسي پاڅون د فرانسې د ۱۷۸۹ میلادي کال لوی انقلاب ته ورته حالت لري.

د فرانسې لوی انقلاب هغه وخت بریا ته ورسېد چې کله د باسټېل زندان سقوط وکړ او د یاد زندان ۱۲ تنه ساتونکي ووژل شول.

د زندان تر سقوط یوه ورځ وروسته د فرانسې ټولواکه حاکم وتښتېد او د ولسي پاڅون کوونکو مشران واک ته ورسېدل.

د اېران اوسنی ولسي پاڅون او د فرانسې د هغه وخت انقلاب په لاندې ډول پرتله کیدی شي:

۱- فرانسویانو په هغه وخت کې کوم ځانګړی بهرنی ملاتړ نه درلود، ټول په خپل ځواک متکي و. د اېران اوسنی ولسي پاڅون په ښکاره او پټه بهرني ملاتړي لري، همدا نن بلجیم او جرمني په خپلو پارلمانونو کې ترې ملاتړ اعلان کړی.

۲- د فرانسې د هغه وخت انقلاب یو شمېر مشهور شعارونو درلودل، مثلاً برابري، په دولت کې ونډه، ازادي او تر ټولو مهم یې د فرانسې د زوړ مستبد نظام پر وړاندې قیام کول. تقریباً همغه ډول شعارونه اوس اېرانیان هم زمزمه کوي، یوازې د اخوندانو ضد شعارونه اضافه دي.

۳- د فرانسې انقلاب د فرانسې تر پولو محدود پاتې نه شو، بلکې په ډېره چټکۍ یې ټولو اروپایي او امریکایي هېوادونو ته سرایت وکړ، حتی د فرانسې نوي ولسي حکومت داسې اعلان کړی و، چې د نړۍ په هر کونج کې هر څوک چې د خپلو مستبېدو او منحصرو نظامونو پر وړاندې د ازادۍ غږ پورته کړي؛ نو موږ یې ملاتړ کوو ( دغه موضوع د تاریخ په کتابونو مستنده ده.) د اېران اوسنی پاڅون دغې مرحلې ته لا نه دی رسېدلی؛ خو په کثرت سره د دې احتمال شته، چې تر بریا وروسته به حتمن نورو هېوادونو ته سرایت کوي. تېرو ورځو کې د عراق یوه شیعه عالم ویلي و، چې د سیمې هېوادونو خیر په دې کې دی، چې د ایران کړکېچ ژر تر ژره په ایران کې پای ته ورسوي، کنه د هېڅ دولت خیر پکې نه شته؟!

۴- د فرانسې د هغه وخت دولت خورا ضعیف و، بودیجه یې صفر ته نږدې شوې وه، نظامي ځواک یې بې باوره او سره پاشلی و؛ خو د اېران اوسنی دولت خورا ځواکمن دی، د دوی نظامي او استخباراتي شبکې (سپاه پاسداران) همدا نن اعلان کړی و، چې دوی بالیستیک هایپرسونیک توغندی په بریالیتوب سره ازمویلی دی. یاد توغندی دومره پرمختللی دی، چې سرعت یې له غږ (صوت) څخه چټک دی، دغه ډول توغندي یوازې امریکا، روس، چین او تېر کال شمالي کوریا جوړ کړي.

دا چې د ایران اخوندي نظام به له کوم ډول برخلیک سره مخ شي؛ نو قضاوت به یې وخت او زمان ته پرېږدو!

1 COMMENT

  1. ولا د فرانسې د انقلاب او د ایران د ۵۷ کال د انقلاب د ماتی د پروژې مقائسه ډیره غیر علمی ښکاری.
    آیا د ایران د وولس ژوند دومره په تنګ دئ چی غربیان او د غربیانو چیچیان پاڅون کوونکو ته د یو ستر بریالیتوب په سترګه ګوری؟
    چی د ۳۰ میلونو وږو او مظلومو افغانانو د ګېډی انګېزه ولی مړه ده؟
    په هر حال،
    د ایران د اوسنی نظام الترناتیو به = د نړۍ له مخ څخه د ایران د نقشې محو کول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب