محمدنعمان دوست
فضاء عامه ملکیت دی او په عامه ملکیت کې د خپلو ګټو لپاره تصرف کول او هغه هم داسې چې نورو ته یې زیان و رسیږي جرم دی.
څومره چې فضاء ارامه وي، هومره اعصاب ارام وي. ځینو ناروغانو ته ځکه په ارام ځای کې د پاتې کیدو سپارښتنه کیږي چې شورماشور یې پر اعصابو بوج راولي او دا بوج عصبي سیستم ته صدمه رسوي چې ناوړه اغیز یې بیا پر ټول بدن پریوځي.
وګورئ،
تاسو به د شفاخانو مخې ته لوحو کې لیدلي وي چې د هارنډ په وسیلې سره کرښه راکښل شوې وي. د دې مانا دا ده چې شفاخانې ته نږدې هارنډ منع دی او دا ځکه چې غږ یې پر ناروغانو بد تاثیر کوي. دغه شان د شپې هم هارنډ منع دی او دا ځکه چې په خوب کې ناوړه غږ اوریدل، ناوړه پایلې لري.
موږ په مجموع کې نارامه یوو. دا نارامي مو یا د ناروغیو له کبله ده، یا د اقتصادي مشکلاتو، یا د جګړو په مهال د اوښتو زیانونو او یا د نورو بیلابیلو ستونزو له امله. موږ حق لرو چې په ارامه فضاء کې ژوند وکړو او هیڅوک دا حق نه لري چې زموږ فضاء نارامه کړي.
غږیزه ککړتیا یو مهم بحث دی او هوښیار ملتونه کوښښ کوي چې له دې ککړتیا خپل ښارونه او چاپریال پاک وساتي. په پرمختللو هیوادونو کې چې موټروان ډير مجبوره نشي، حتی د ورځې هم د هارنډ بټنې ته ګوتې نه وروړي. دغه شان فابریکې له ښارونو ځکه لرې جوړیږي چې د ماشینونو غږ یې فضاء ککړه نکړي.
پرون مې پر سوشل میډیا، جلال اباد ښار کې د سړک د غاړو له پلورونکیو د لاوډ سپیکرونو د راټولولو او ماتولو تصویرونه ولیدل. بیلابیلو خلکو ورته بیلابیل غبرګونونه ښودلي ؤ. چا دا کمپاین ستایلی و او چا یې مخالفت کړی و او د مخالفت دلیل یې دا و چې ګوندې خلک غریب دي!
سمه ده چې خلک غریب دي، سمه ده چې کار نشته او سمه ده چې د کور د لګښتونو پوره کول سخت دي؛ خو دا یو هم د دې دلیل نشي کیدای چې څوک دې مشترک ملکیت ( فضاء) ککړه کړي او د زرګونو او حتی د لکونو خلکو روغتیا ته دې زیان و رسوي.
ځکه، بل چاته زیان رسول نه دیني جواز لري او نه قانوني او هر هغه کار چې د دین او قانون خلاف وي هغه جرم دی.
د ځینو خلکو نیوکه دا وه چې ګوندې، دوی ته باید توصیه شوې وای! خو زه وایم چې اول خو هر عاقل انسان په دې پوهیږي چې نورو ته ضرر رسول ښه کار نه دی، نو هیڅ توصیې ته اړتیا نشته؛ ځکه د عقل تقاضا دا ده چې هیڅ هغه کار باید و نشي چې ضرر یې نورو ته رسیږي.
بل دا چې په تېر حکومت کې د جلال اباد د وروستي ښاروال په مهال، په دې ښار کې د غږیزې ککړتیا بحث راپورته شوی و او تر ډیره په دې اړه کمپاین شوی و. باوري یم چې اوسني حکومت به هم د لاوډسپیکرونو له ماتولو وړاندې خبرداری ورکړی وي او چې نه ده شوې، نو عملي اقدام ته اړتیا پیدا شوې او باید دا اقدام شوی وای.
داسې وګڼئ چې تاسو د ښار له لارې یو حاد ناروغ شفاخانې ته انتقالوئ( چې نږدې هره ورځ داسې کیږي) په ګڼه ګوڼه کې بند راشئ او بیا له هرې کراچۍ د لاوډسپیکرونو ناتراشه غږونه راپورته کیږي، نو پر ناروغ به مو څومره بده اغیز وکړي؟
داسې وګڼئ چې ښار کې دوکان لرئ او د دوکان مخې ته مو کراچۍ ولاړې دي او له سهاره تر ماښامه یې له لاوډسپیکرونو غږونه راوځي، بیګاه به څومره نارامه یئ؟
او…
کاروبار د هر چا حق دی؛ خو په داسې طریقه چې نورو ته یې زیان ونه رسیږي.
د سړک د غاړې پلورونکي، که په لاوډسپیکرونو کې ثبت شوې چیغې هم جاري ونه ساتي د چا چې څه په کار دي، هغه ترې اخلي؛ نو د فضا ککړتیا ته څه اړتیا؟ د ښاریانو نارامه کولو ته څه ضروریت؟
کراچیوانان دا هم کولای شي چې د خپلو توکو قیمت په کاغذ کې ولیکي او هلته یې کیږدي.
په هرصورت؛ د هر هغه کمپاین ملاتړ په کار دی چې خیر یې عام وي او له هر هغه کار څخه ځان ساتل په کار دي چې زیان یې نورو ته رسیږي.
زه خو وایم، دا کمپاین دې عام شي او آن په جوماتونو کې دې پر هغو لاوډسپیکرونو هم ټینګ بندیز ولګیږي چې نیمه شپه ترې د ترانو، تقریرونو او نعتونو غږونه راپورته کيږي. دا غږونه په کورونو کې د ناروغانو، ماشومانو، معذورو خوب نارامه کوي او هیڅ هغه کار کې ثواب نشته چې نورو ته یې ضرر رسیږي.
محمد نعمان دوست
۱۴۰۱، عقرب، ۱۹