پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د ورک سکون ورکه لار پر کوم لور؟

د ورک سکون ورکه لار پر کوم لور؟

ژباړه: نایله عزیزي

د هوساینې سربیره، نن ورځ کار، له رسنیو سره اړیکه او د معلوماتو ترلاسه کول، د توکو او خدماتو تنوع، چاپیریالي او صوتي ککړتيا، اسانتیاوو ته د لاسرسي په برخه کې تبعیض او ډېری نور موارد د انسان او د انسان د نفس د نا آرامۍ او نا خوښۍ سبب شوي دي. حال دا چې هره ورځ د نفس د خوښۍ د ترلاسه کولو بېلابېلې لارې چارې وړاندیز کېږي، مګر له هغو څخه په غوره توګه ګټنه اخیستنه ډېره ګرانه یا هم ستونزمنه ده.

له دې لارو څخه ځینې یې زموږ په دیني متنونو کې ډېرې قوي ریښې لري. په دغو متونو کې به مو سکون ته د رسېدا لپاره له ځینو تګلارو خبر کړو. څو وشﺉ کولای عمل پرې وکړﺉ او تل پاتې سکون خپل کړﺉ.

١- نورو ته له ګوتې نیولو مخکې پر خپل ځان غور کول

 ډېر کسان مخکې له دې چې پر ځان غور وکړي یا هم خپلې غلطۍ او خامیانې وپلټي د نورو د کمیو پیدا کول ورته لومړیتوب لري. پایله هم دا چې له ځانه بې پروا شو او تل د نورو په عیبونو په پیدا کولو پسې ګرځو. دا کار د انسان په ذهني سکون منفي اغېز پرېباسي او د نفس د نا خوښۍ سبب ګرځي، ځکه نه بل کس بدلون ته هڅولی شو او نه هم خپله د خپل ځان د بدلون وخت موندلی شو.

د ډېرو علمي لیکنو او متنونو په وینا د نفس خوښۍ ته رسېدل په یوازیتوب کې نغښتې ده. دغه حالت باید پخپلو پیاوړتیاوو او کمزوریو باندې د غور لپاره وي څو انسان دې ته وهڅیږي خپلې کمزورۍ په پیاوړتیا بدلې کړي. نوموړې تګ لاره ډېرو د علم خاوندانو هم وړاندیز کړې او همدارنګه قرآنکریم یې هم په اړه داسې فرمایي: ”اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی، پر خپلو ځانو کې ډوب شﺉ او غور پرې وکړﺉ.“

٢- له نورو سره د اړیکو انډول معلولول

 له نورو سره اړیکې، ملګرتیا، ناسته ولاړه د انسان د روح د تغذیې له مهمو منابعو څخه ده. لکه څنګه چې د بدن د اړتیاوو په پام کې نیولو پرته د مختلفو خوړو خوړل په بدن باندې ناوړه اغېز کولی شي، د ډېرو ملګرو سره اړیکه او ناسته ولاړه هم د روح د ځوړ لامل کېدای شي. د بدن د پیاوړتیا لپاره هر ډول خواړه باید د اړتیا سره سم وکارول شي. که له هر یو څخه په بې باکانه توګه ګټه واخیستل شي لېرې به نه وي چې له ډېر شمېر کړاونو سره به لاس او ګرېوان شﺉ. همداسې د روح غذا هم ده. له ځينو سره بايد اړيکې پیاوړې، له ځينو سره ساده سلام هم بسنده، او ځينې اړیکې یا ملګرتیاوې په تېره بيا هغه اړیکې چې د دين او عقيدې له مخې مو پر ذهن او روان منفي اغېز کولای شي پرې کړای شي.

٣- د ژوند ګړندي کول

د چاپېریال غیر منظم والی او د اضافي تجهیزاتو درلودل د ذهن د بوختېدا ستر لامل ده. هر څومره چې د انسان سترګې پر نا منظم چاپېریال لوېږي هومره یې ذهن د بوختېدا پر لور درومي. د هدف په تر لاسه کولو کې آرام او محتطانه اقدام وکړﺉ تر څو په ګړندیتوب او غوره توګه مو هدف تر لاسه کړی اوسي. همدارنګه د مدیریت په برخه کې هدفمند او ستراتیژیک انسانان د ځیرکو او چټکو اشخاصو په توګه پېژندل شوي.

که مو شاوخوا ته ځېر شو نو وبه ګورو چې اکثراً له موږ څخه له اړتیا ډېر د دنیا په اړه فکرمن وو. د دنیا په چارو کې له اړتیا ډېره مشغولتیا د آخرت په اړه فکرمند کېدلو کچه راکموي او د دې پرځای چې د خدای په ذکر او یاد متمرکز شو، د دې دنیا په غیر ضروریاتو ځان مشغولوو. زموږ شاوخوا له داسې شیانو ډکه ده چې  ښایي له یو ځل مو هم زیاته ګټنه ترې نه وي کړي، مګر دا چې په دوامداره توګه مو تر سترګو کېږي معنا دا چې زړه مو ور بوخت کړی او دغه بې ګټې بوختیا د نفس خوښي او سکون له منځه وړي.

ښه او آرامه ژوند په قناعت کې نغښتی. لکه امام حسین چې وایي: ”قناعت او بسندګي تل پاتې آرامښت دی.“

٤- د ورځنیو لګښتونو او عاید مدیریت

کورنۍ یو کوچني کاروبار ته ورته ده، که چېرې په ښه او ماهرانه توګه اداره نشي، نو اداره او د ادارې غړي به یې تل اندېښمن او تر فشار لاندې وي. یو له هغو اغېز لرونکو فکتورونو څخه چې د ادارې د غړو پر اضطراب یا آرامۍ اغېز ښندلی شي د لګښتونو او عاید ترمنځ اړیکه ده. په عامه وینا، عاید او لګښتونه باید یو ډول یا دا چې لګښتونه باید د عاید څخه په ټېټه کچه کې واقع وي. د یادو شوو مقرراتو خلاف هر ډول عمل د نوموړې ادارې د پاشلو امکان لوړوي.

که عایدات د لګښتونو څخه ډېر وي، مګر اړین لګښتونه یې ادا نه کړل شي، کورنۍ د نا رضایت سره مخ کېږي. ځینې په دې آند دي چې ګواکې ډېره سپما او پر  کورنۍ محدودیتونه به یې د لګښتونو کچه را ټېټه کړي مګر د کورنۍ د ځینو اړینو اړتیاوو په پوره کولو کې پاتې راتلل د اسراف بدې پایلې له ځانه سره لري.

ذهني ثبات او سکون درلودل د لګښتونو اداره کولو او لګښتونو ته د لومړیتوب ورکولو پورې اړه لري. ډېری کارپوهان په دې آند او باور دي چې د لګښتونو او عوایدو په سم مدیریت سره تر ۵۰ سلنې زیاتې مالي ستونزې راکمېدای شي.

هغه تګ لارې چې پر رعایت یې کولای شئ لګښتونه مو په ماهرانه توګه مدیریت کړئ.

  الف- په کور کې د غیر اړینو توکو له ذخیره کولو څخه ډډه کول.

 ب- د ارزان بیه توکو بدلول په ګران بیه توکو چې یو له بل څخه ډېر توپیر ونلري.

ج- اړینو توکو ته لومړیتوب ورکول او د غیر ضروري توکو پېرود ځنډول.

د- د سختو حالاتو لپاره د عاید یوه برخه سپما کول.

ھ- په قسطونو د توکو له اخیستلو ډډه کول.

معمولاً زموږ له دیده اسراف کوونکي هغه اشخاص بولو چې خپل مال بې ځایه لګوي، خو په اسلامي رواياتو کې هغه خلک چې په قسطونو خپل ژوند مخ ته بیايي اسراف کوونکي پېژندل شوي. امام علي فرمايي: اسراف درې نښې لري: ” پر تن جامې چې اغوندي یې، د خولې خواړه چې خوري یې او پر هغه څه لګښت کول چې څښتن یې نه وي د خپل لاس له ګټې پرته اسراف کوونکی بلل کېږي.”

۵- په نن کې ژوند کول

زموږ له ډلې ښایي ډېرو په تېرو وختونو کې د نن ورځې په پرتله مختلف راز افکار یا اعمال درلودلي وي. دا پخواني چلندونه تل یو څوک په دې اړه فکرمند کوي چې ولې یې وویل یا یې ولې وکړل. له بله پلوه، کله نا کله موږ په راتلونکي کې ځانونه دومره ډوبوو چې نن مو له ياده وځي حال دا چې راتلونکی لا راغلی هم ندی.

 د انسان آرامښت او سکون د تېر او راتلونکي له غلامۍ څخه په خلاصون پورې اړه لري. البته، دا په دې معنا هم نه ده چې له دغو دوو پړاوونو څخه تېښته وشي، پر ځای یې باید له تېرو څخه زده کړه وکړو او د راتلونکي لپاره پلان جوړ کړو.

تېر تېر دی او د راتلونکي څرک نسته. امام علي په خپل یو شعر کې وایي، تېر او راتلونکی دوه نه موجودې مفکورې دي هغه څه چې موجود دي، نن دی. نن  ارزښتناکه وګڼئ او ترې ګټنه وکړئ.

که څه هم تېر سره د اړیکې په بهیر کې ځینې شرعي مسایل لکه بخښنه کول، د خلکو د حقوقو ادا کول او…‌ چې باید ترسره شي وجود لري. مګر دلته د ډېرو هغو فردي او ټولنیزو چارو په اړه رڼا اچوو چې پر انسان نه تحمیلېږي، بلکې تل د انسان ذهني سکون ګډوډوي.

۶- ځان ته عفوه وکړئ

موږ ټولو په خپل ژوند کې تېروتنې یا ګناهونه کړي دي، حتا هغه کسان چې خدای ته نږدې دي له دې قاعدې څخه استثناء نه دي، که څه هم د هغوی د ګناه بڼه توپیر لري. شپنۍ دعاګانې، فریادونه، عذر او زارۍ او همدارنګه ټول هغه صوفیانه مناجات چې په ډېرې عاجزۍ د څښتن تعالی دربار ته وړاندې کېږي همدا لامل دی چې هغوی هم ځانونه د ګناه په سمندر کې ډوب ګڼي.

د انسان د کړاو یوه برخه د خدای د رحمت او د هغې د اندازې نه پېژندلو په سبب وي. د خدای تعالی نه پېژندل په هغه کچه چې باید پېژندلی مو وای، د دې سبب ګرځېدلی څو انسان د اړتیا وړ آرامي او سکون تجربه نشي کړای. رسول الله ‌(ص) فرمایي: “که تاسو د خدای د رحمت په اندازه پوهېدای نو له څښتن تعالی پرته به مو په بل چا تکیه نه وای کړی.”

۷- د چارو ترتيب او پلان نيونه

د معلولیت لرونکو خلکو د ګډوډۍ او کړاو یوه برخه د ورځنیو چارو په ترسراوي کې ګډوډي او نا منظم والی دی. له دې حالت څخه د خلاصون لاره نظم او پلان نيونه ده.

څنګه کولای شو په چارو کې مو نظم او دېسېپلین مراعات کړو؟

الف- پلان شوی ژوند سکون بخښونکی وي. هدف درلودل او د پلان سره سم خپل هدف ته حرکت کول، انسان ته له ګډوډۍ څخه خلاصون ورکوي او آګاه کېږي چې څنګه ساعتونه، ورځې او اونۍ تېرې کړي.

ب- که پلان نه وي، مجبور ياست چارې مو باید چانس او یا هم نورو ته پرېږدئ. په دې حالت کې مو که بخت یاري ونه کړه او یا نور مو هم له کاره ډډه وکړي، نا هیلي او کړاوونه به مو تر ډېره مل او ملګري وي.

ج- هدف لرونکي اشخاص تل پلان لرونکي هم وي. د یوې موخې درلودل او د هغې د تر لاسه کولو لپاره د اړينو توکو چمتو کول انسان کې پر ځان د باور کچه لوړوي او د موخې تر لاسه کولو لپاره یې لېوالتیا تل ژوندۍ ساتي. دا لېوالتیا د نفس له خوښۍ سره مله کېږي او د انسان احساسات په ولولو راولي. هېڅ چاره له پلان نيونې پرته په سمه توګه مخته نشي تلای لکه حضرت امام علي چې وايي: “له کار څخه مخکې فکر او غور کول انسان له غورځېدو او نړېدو څخه ساتي.”

په پای کې:

زړه او صورت مو په الهي کلام نوراني او نفس مو د بې پايه سکون سمندر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب