Homeخبرونهترکيه کې د ۵ افغانانو جسدونه موندل شوي

ترکيه کې د ۵ افغانانو جسدونه موندل شوي

تاند:(جمعه ،د عقرب شلمه)‏‌ د ترکیې د پلازمېنې انقرې په ختیځ کې له یوه کور څخه د پنځو افغانانو جسدونه موندل‌ شوي دي.

ویل کیږي چې دا پنځه افغانان یوه اونۍ وړاندې د چاقو په ګوزارونو وژل شوي دي.

په ترکیه کې افغان ډیپلوماتانو هم ددې پنځو افغانانو وژل کېدل تايید کړي دي.

معلومه نه ده، چې دغه افغانان چا او د څه لپاره وژلي دي.

ترکېې نه له ډېرې مودې راهيسې افغان کډوالو سره د پوليسو او جرمي ډلو لخوا د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي، خو د طالبانو حاکمې ادارې یې په اړه غږ نه دی پورته کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...