شنبه, مې 18, 2024
Home+د بازارموندنې انلاین کېدل

د بازارموندنې انلاین کېدل

 ژباړه او زیاتونه: عبدالوارث کریمي

۱. د وېبپاڼو رامنځته کېدل

 د ۱۹۹۱ز کال د اګسټ په شپږمه لومړنۍ وېبپاڼه چې (CERN) نومېده د (Tim Berners-Lee) له خوا نړۍ ته وپېژندل شوه. دا وېبپاڼه د اتومي څېړنو لپاره د بېرنرز لي د ټیم له خوا کارېده. په همدې لسیزه کې په لومړي ځل د بازارموندنې وېبپاڼه رامنځته شوه، دا وېبپاڼه په ډېره ساده او ابتدايي شکل جوړه شوې وه چې د کمپنیو د محصولاتو او خدماتو په هکله به یې خلکو ته په لیکلي بڼه، ساده او ابتدایي معلومات وړاندې کول. د وخت په تېرېدو د وېب د وسایلو په پرمختګ سره په وېبپاڼو کې هم انځورونه، ویډیوګانې او غږونه اضافه شول.

۲. د اعلاناتو پیل

په ۱۹۹۴ز کال کې لومړنی انلاین اعلان د (At&T) وېبپاڼې له خوا په (HotWired) مجله کې خپور شو چې ورته د انلاین اعلاناتو پیل ویلای شو. په ۱۹۹۴ ز کال کې د امریکا د متحده ایالاتو د انلاین اعلاناتو مصارف له صفر ډالر سره مساوي و په دې معنا چې د امریکا متحده ایالاتو په دې کال کې یو ډالر هم د انلاین اعلاناتو لپاره نه وو مصرف کړي. دا شمېره په ۱۹۹۶ ز کال کې (۳۰۱) میلیونه ډالرو ته پورته شو. د یو کال په تېرېدو سره د امریکا د متحده ایالاتو د انلاین اعلاناتو لګښتونه له یو میلیارد ډالرو سره برابر و.

په ۱۹۹۷ز کال کې د دې په خاطر چې وېبپاڼې او نور انټرنېټي وسایل د انټرنېټي هېکرانو (غلو) له وېرې څخه خلاص واوسي د لومړي ځل لپاره الګوریتمونه رامنځته شول. الګوریتم هغه کړنلاره ده چې د ستونزې د حل کولو او محاسباتو د ترسره کولو لپاره کارول کیږي. الګوریتمونه د لارښوونې د دقیق لېست په توګه عمل کوي کوم چې د هارډویر یا سافټویر پر اساس معلوماتو کې ګام پر ګام مشخصې کړنې ترسره کوي. الګوریتمونه په پراخه کچه د (IT) په ټولو برخو کې کارول کیږي.

په ۱۹۹۸ز کال کې (HotWired) د انلاین اعلاناتو لپاره د بېنرونو د تبلیغاتي فضا (Space) خرڅلاو پیل کړ. چې وروسته بیا (Yahoo) هم له دې طریقې څخه په ګټې اخیستنې د انلاین اعلاناتو لپاره د تبلیغاتي فضا (Space) خرڅلاو پیل کړ او وکولای شو چې په ډېرې چټکۍ سره پرمختګ وکړي او یو له هغو کمپنیو څخه شي چې له دې درکه یې د پام وړ ګټه ترلاسه کړې وه.

د ګوګل کمپنۍ د لومړي ځل لپاره د انلاین اعلاناتو د هدف شويو الګوریتمونو نظریه رامنځته کړه. په ۲۰۰۰ز کال کې ګوګل د (AdWords) په نامه د انلاین اعلاناتو خدمات معرفي کړل. دغه خدمات بازارموندونکو ته دا اجازه ورکوله چې یوازې د هغو اعلاناتو لپاره پیسې ورکړي کوم چې د مشتریانو لخوا کلېک (Clicked) شوي و. د ګوګل دغه سټراټیژي په بې سارې ډول بریالۍ شوه. نن ورځ د ګوګل (۹۵) فیصده عواید له همدې درکه لاسته راځي.

۳. د ټولنیز وېب وده (The rise of the social web)

د ټولنیزو رسنیو په رامنځته کېدو سره بازارموندنې هم د پام وړ پرمختګ وکړ. وېبپاڼې، انلاین پلورنکي او بانکونه هم وېب ته داخل شول. د بازارموندنې په برخه کې تر ټولو لوی او وروستی بدلون د ټولنیزو رسنیو رامنځته کېدل و. ټولنیزې رسنۍ له ۲۰۰۴ ز کال څخه په تدریجي ډول په فعالیت پیل وکړ چې دغه پروسه له ۲۰۰۶ زکال څخه را پدې خوا ګړندۍ شوه. ټولنیزو رسنیو کارونکو ته خپله تبلیغاتي فضا پرانیستله چې دا د کارونکو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او پیاوړتیا لامل شو. په ۲۰۰۳ ز کال کې مای اسپېس (MySpace) وېبپاڼه رامنځته شوه. دا وېبپاڼه په اصل کې د کنسرټونو او موسیقۍ د نېټو لپاره کارېده چې بیا وروسته د (News Corporation) له خوا په (۵۸۰) میلیونه ډالر وپېرل شوه. په ۲۰۰۴ ز کال کې د لومړي ځل لپاره فېسبوک د هاروارډ پوهنتون د يواځینۍ شبکې په توګه فعالیت پیل کړ چې د وخت په تېرېدو سره دا حلقه عامه شوه او د عوامو د لاسرسي وړ وګرځېد. په ۲۰۰۵ ز کال کې یوټیوب(YouTube) رامنځته شو چې په ډېرې چټکۍ سره یې پرمختګ وکړ. په ۲۰۰۶ ز کال کې د هغو کسانو شمېر چې په لټون انجن (Search Engine) کې  داخل شوي و نږدې له (۶.۵) میلیاردو ته رسېده. په همدې کال کې ټويټر (Twitter)  هم په فعالیت پیل وکړ. امازون (Amazon) د برېښنايي سوداګرۍ او انلاین بازارموندنې له درکه له (۱۰) میلیونه ډالرو څخه زیات شمېر اجناس او خدمات په خرڅلاو رسولي و.

په ۲۰۰۸ ز کال کې چین د امریکا متحده ایالاتو څخه په مخکې کېدو سره د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه وشمېرل شو چې زیات شمېر د انټرنېټ کارونکي یې درلودل. په همدې کال د (Spotify) وېب پاڼه هم رامنځته شوه چې د موسیقۍ د خپرولو په برخه کې یې فعالیت کاوه.

په ۲۰۱۰ ز کال کې د موبایلونو لپاره د پیغام رسونې اپلیکېشن (WhatsApp) رامنځته شو چې اوس مهال کاروبارونو ته د محصولاتو او خدماتو د ودې لپاره مختلف وسایل او خدمات وړاندې کوي چې له دې جملې څخه د (WhatsApp Business) یادونه کولای شو.

لکه څرنګه مو چې مخکې یادونه وکړه، ټولنیزې رسنۍ د کاروبار په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبوي. هره رسنۍ یو شمېر اصول او کړنلارې لري چې باید د هغې له مخې خپل معلومات اواعلانات برابر کړی شي. دا چې نن ورځ د انټرنېټي بازارموندنې بحث ډېر تود او په وده کې دی کاروباریان غواړي د داسې لارو چارو څخه ګټه پورته کړي چې د محصولاتو او خدماتو په خرڅلا کې یې مثبت بدلون راولي. په راتلونکي څپرکي کې به موږ د ټولنیزو رسنیو له لارې د انلاین بازارموندنې په هغو لارو چارو باندې بحث وکړو کوم چې نن ورځ په نړۍ کې زیات شمېر کارونکي لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب