شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستاني شارژدافیر متقي ته په غیر سفارتي چارو کې د نه مداخلې...

پاکستاني شارژدافیر متقي ته په غیر سفارتي چارو کې د نه مداخلې ډاډ ورکړی

تاند:(جمعه ،د عقرب شلمه)‏‌ د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د پاکستان نوي شارژدافیر عبید الرحمن نظاماني د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي ته ډاډ ورکړی، چې د سفارت اړونده چارې او خپل مسوولیتونه به ترسره کوي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دواړو لوريو په لیدنه کې د پاکستان مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو په ناسم هم خبرې شوي او ملا متقي دغه چلند پارونکی او د دواړو هیوادونو په زیان ګڼلی.

سرچينه زياتوي، متقي د پاکستان سفارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د پاکستان د ویزو د اجراء په برخه کي شته ستونزې هوارې او د ځنډ او خنډ مخه یې ونیسي.

ويل شوي،چې عبیدالرحمن نظاماني ژمنه وکړه چي ورکړل شوي پيغامونه به له خپلو چارواکو سره شریکوي.

د طالبانو خبرپاڼه زياتوي:« نظاماني څرګنده کړه چې هر هغه څه چي د سفارت اړوند او دده په مسؤلیتونو کې راځي هغه به ترسره کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان مخکینی سفیر منصور احمد خان په کابل کې نیږدې هره ورځ طالب چارواکو نه راپورونه اخيستل او د یوه ټولواک په سترګه ورته کتل کیدل.

2 COMMENTS

  1. ملا متقی او ملا شارزدافیر چی هر څومره ( په اصطلاح ) کونه پر یخی او طبَخی وموږی د اصیل افغان څخه به دا ذهنیت ( چی پر انکار نه منونکی واقعیت ولاړ دئ ) لیری نه کړای سی ( د پاکستان پراخ تسلط پر طالبی حمارت باندی البته پاکستان د دریم لاس دلال حیثیت لری ).

  2. دا د کابل تش په نامه حکومت او طالب لپاره ډېره د شرم خبره ده چې پاکستانی شارزدافیر ددوئ خارجه وزیر ته ډاډ ورکوي چې د کابل په اداري او دولتي کارونو کې به نور مداخله نه کوي. په بله معنی زه به لکه پخوانی سفیر مایکرو منجمنت نه کوم. خو راپور به راکوې. بخښنه غواړم ملا مټکیه! ځان دې بل پړوا ته سینګار کړه…………

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب