یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهروسي پوځیان د اوکراین له خرسون ښاره ووتل

روسي پوځیان د اوکراین له خرسون ښاره ووتل

تاند(جمعه، د عقرب ۲۰مه) روسیې نن اعلان وکړ چې د اوکراین له ختیځ ښار (خرسون) او د هغه له شاوخوا څخه یې خپل ټول ځواکونه ایستلي دي.

دا د اوکراین په جګړه کې د روسیې لپاره تر ټولو ستر ګوزار بلل کېږي.

پرون رسنیو راپور ورکړ چې د روسیې پوځ ته امر شوی چې د اوکراین له دې ښاره، چې د فبرورۍ په میاشت کې یې نیولی و، ووځي.

روسي جنرالان وايي چې د دغه ښار د اکمالاتو لارې پرې بندې شوي دي.

نن هم اوکرایني ځواکونو یو پُل چې خرسون ښار له ختیځو برخو سره نښلوي، والزاوه چې روسي پوځیان په خوندي ډول له سیمې ونه تښتي.

له خرسون څخه د روسي ځواکونو وتل دا معنا لري چې روسي پوځیان د اوکراین په خاوره کې د بهېدونکي سین دنیپرو له لوېدیځې غاړې کاملاً شا ته لاړل.

په اوکراین کې د روسیې قوماندان جنرال سرګی سورو ویکین د پوځ له مشرانو سره په یوه غونډه کې روانه اوونۍ ویلي و، په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو ښه لار دا ده چې د دنیپرو سین د غاړې په اوږدو کې یوه دفاعي کرښه جوړه کړي څو د سین دې غاړې ته د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي.

که څه هم په وروستیو اوونیو کې د خرسون په سیمه کې د اوکرایني ځواکونو پرمختګ پڅ شوی و خو وروسته له دې چې اوکراین پر دنیپرو سین څو پُلونه په توغندو وویشتل د روسیې د اکمالاتو په لارو کې خنډونه پېښ شول.

مخکې تر دې چې روسیه له خرسون څخه د خپلو پوځیانو په ایستلو پیل وکړي، دوی په کوچنیو بیړیو کې د ښار زرګونه ملکي اوسیدونکي وایستل. اوکراین د روسیې دا اقدام د خلکو جبري کوچول وبلل.

خرسون، چې د اوکراین په جنوب کې د تور سمندرګي غاړې ته نژدې دی، د دواړو هیوادونو لپاره مهم دی.

تر جګړې مخکې یې نفوس ۳۸۰ زره و.

دا ښار کریمیا ټاپووزمې ته هم نژدې دی؛ د اوکراین د خاورې هغه برخه چې روسیې په ۲۰۱۴ م کال له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

د پوځي چارو د متخصصانو په باور خرسون د کریمیا دروازه ده. که اوکرایني پوځیان دا ښار ونیسي نو د کریمیا د بېرته نیولو لار ورته هوارولی شي.

خرسون یوازینی ولایتي مرکز دی چې روسیې د اوکراین په جګړه کې نیولی دی. دا ښار د سږ کال د اپریل په لومړیو کې د روسي ځواکونو لاس ته ورغی او وروسته یې له درو نورو سیمو سره په خپله خاوره کې شامل کړ.

روسي ځواکونه په وروستیو میاشتو کې د اوکراین له ګڼو اشغالي سیمو شاتګ ته اړ شوي دي.

راپورونه وايي، اوکرایني ځواکونو د خپل هیواد په ختیځ کې په ځوابي حملو کې له روسي ځواکونو شاوخوا ۶ زره کیلومتر مربع ساحه بېرته ازاده کړې ده.

له خرسون څخه د روسي پوځیانو له وتلو سره سره د خرسون سیمې، چې د یوه ولایت په شان ده، په سلو کې ۶۰ لا هم د روسانو په کنټرول کې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب