شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهازبکستان د افغانستان په اړه د ترک ټبرو هیوادونو د ګډ دریځ...

ازبکستان د افغانستان په اړه د ترک ټبرو هیوادونو د ګډ دریځ غوښتنه وکړه

تاند(جمعه، د عقرب ۲۹ مه) د ازبکستان د بهرنیو چارو ویر ولادمیر نوروف په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو لپاره د ترک ټبرو هیوادونو په منځ کې د یو شان دریځ د رامنځته کولو وړاندیز وکړ.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر دا وړاندیز پرون (پنجشنبه) د ترک ټبرو هیوادونو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په غونډه کې وکړ.

ترکیه، ازبکستان، ترکمنستان، اذربایجان، قزاقستان او قرغیزستان د ترک ټبرو هیوادونو د شورا غړي دي.

نوروف زیاته کړه:«موږ د افغانستان د سیاسي او د ټولنیزې- اقتصادي بیارغاونې لپاره د نړیوالې ټولنې د فعال ملاتړ د اړتیا په اړه کلک دریځ غوره کوو. او پکار ده چې د افغانستان د موقت حکومت په اړه ګډ او هراړخیزې تګلارې ته وده ورکړل شي.

سره له دې چې ازبکستان له طالبانو سره اړیکو او تماسونو ته دوام ورکړی خو لا یې هم د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

ازبکستان افغانستان ته پر له پسې بشري مرستې ورکوي او همداراز د طالبانو له حکومت سره د رېللارې په برخه کې همکاري کوي.

دې هیواد له طالبانو سره موافقه کړې چې له مزارشریف څخه به رېللار تر پېښوره پورې وغځوي او په دې توګه به ازبکستان او ټوله منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې د رېللارې په وسیله له پاکستان او نورې حنوبي اسیا سره وصل کړي.

د روان عقرب یا لړم په ۶ مه نېټه د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د اروپايي شورا له رييس شارل میشل سره په کتنه کې له ترمز څخه د افغانستان د افغانستان له لارې تر پېښور پورې د اورګاډي د پټلۍ په اړه وویل چې دا پروژه سیمه ییز اتصال پراخولی شي او د څو هېوادونو وګړي ګټه ترې اخیستلای شي.

دوی په عین حال کې ټینګار وکړ چې افغانستان باید بیا د سیمې او نړۍ لپاره په ګواښ بدل نه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب