شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهچین پر افغان وارداتو ګمرکي تعرفې وبښلې

چین پر افغان وارداتو ګمرکي تعرفې وبښلې

تاند:(جمعه ،د عقرب شلمه)‏‌ په کابل کې د چين سفير وانگ یو پر افغان صادراتو د ګمرکي تعرفې د پای ته رسولو خبر ورکړی.

نوموړي ویلي، چې دغه تعرفه ېې د هېواد له لوري صفر سلنې ته رسول شوی.

چینایي سفير د دسمبر مياشتې له پیله د دې پریکړې د عملي کیدو اعلان کړی.

چین د افغانستان د وچې مېوې او قیمتي ډبرو له لویو واردونکو هېوادونو څخه دی.

دا اعلان په داسې حال کې شوی، چې ویل کیږي یوه لویه برخه افغان توکي له افغانستان څخه پاکستان او بيا د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته لیږدول کیږي.

افغان سوداګر په دې برخه کې د قاچاقي هڅو د مخنيوي غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب