یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکلتورسینماد بالیووډ له ډګره/ عبدالصمد حديد

د بالیووډ له ډګره/ عبدالصمد حديد

۲۰۱۷ م کال د هندي سینما لپاره  یو له هغه کلونو څخه دی چې، دغه کال کې به د لویو او وتلیو هنري څیرو د سیالۍ ډګر وي. ټولې وتلې څیرې دا هڅه کوي چې داسې هنري فلمونه بازار ته وړاندې کړي چې؛ د لیدونکو د خوښې وړ وګرځي د نړۍ او هند په شیشه یي پردو یا سینما ګانو باندې تر ډیره وخته پورې وچلیږي او ډیرې روپۍ وګټي.

ځینې فلمونه د هنري او تخنیکي ارزښت له پلوه ډیر زیات مشهور کیږي، خو ځینې نور بیا پیچلو او زړه راښکونکو کیسو له کبله.

عامرخان، سلمان خان، اوشاهرخ خان هندي سینما خانان دي دوی پخپلو کې ښه دوستان دي، خوکله ناکله پخپلو کې سره سړه جنګړه هم کوي.

 په ۲۰۰۸ م کال کې سلمان خان او شاهرخ خان د هندي فلمو مشهورې ښځینه اداکارې کتریناکیف پرسر سره وا وښتل، دواړو به یواو بل ته په خبري ناستو او تلویزیوني خپرونو کې ښاخداره او نیشداره خبرې کولې دغه سړې جګړې څوکاله دوام پیدا کړ، بالاخره دوی په هغه پرګرام کې سره یواو بل ته وردغاړې شول چې د روژې میاشتې د روژه ماتي یا افطار په مناسبت ترتیب شوی وو.

 عبدالصمد حديد
عبدالصمد حديد

خو نوموړي خانان په هنري ډګر کې سرسخته سیالان دي، پدې وروستیو کې د عامرخان اوسلمان خان دفلمونو بازار ډیر ګرم دی او ترتولو ډیرې روپۍ پیدا کوي، په تیر میلادي کال کې هم د هندي سینما په پرده د نورو فلمونو سره، سره دوه لوی فلمونه ننداري ته وړاندې شول.

 د سلمان خان (سلطان) او د عامرخان (دنګل) فلم د دواړو سوژه یو ډول، پر پهلوانی را څرخي چې دواړو ډیرزیات عاید درلودل (سلطان) د هند په دننه کې ۳۰۰ کروړه پیسې پیداکړې،او دهغه فلمونو په قطار کې ځان ته ځای پیدا کړ چې ډیرې پیسې ګټلې خو (دنګل) بیا ۳۷۲ کروړه ټول ریکارډونه مات کړل خو(pk) بیا دنړۍ او هند په شمول ۷۹۲ کروړه ترټولو ډیرې پیسې ګټلې دي.

خو د هندي سینما شنونکي وایي: چې نوموړی فلم امکان لري چې د (pk) مقام خپل کړي.

په دریم مقام کې بیا د سلمان خان (Bajrangi Bhaijaan) فلم ولاړ دی ، په روان میلادي کال به هم د ګڼ فلمونه اود مختلیفو هنري څیرو بازار ته د ننداري لپاره وړاندې شي.

Ok jaanu))ادیتیا روی کپور پکې مرکزي رول لري، او ورپسې د شاهرخ خان (Raees) فلم چې ډیر حساب ورباندې کیږي، ددغه فلم تریلر په یوه ورځ کې په یوټیوب کې په ملیونونو لیدونکي درلودل، چې دفلم ټول ټیم ډیر زیاد خوشحاله بریښي او هیله من دي چې ګواکي فلم به یې ښه بازار ولري.

دغه فلم دې همدې میلادي میاشتې په ۲۵ نیټه بازار ته وړاندې کیږي، خوپه همدغه نیټه باندې د هرتیک روشن فلم (kaabil)هم بازار ته راځي، وبه لیدل شي چې کوم فلم ډیرې پیسې خپلوي.

د رینویر کپور(Jagga jasoos)

اجې دوګن (Badshsho)

اکشې کمار( Jolly llb2)  (Rangoo) فلمونه بازار ته راځي.

خو د سلمان خان مینه والو ته یو خبر داچې یو اختر به یې دوه اختره شي، ځکه چې په راتلونکي اختر کې به د نړۍ او هند سینما ګانې د یوه لوی فلم شاهدې وي، هغه هم د سلمان خان (Tabelight)  فلم دغه فلم دسلمان خان پروډکشن لخوا تولیدیږي، او ډایریکټر يې کبیر خان دی پر فلم ټول ټال ۳۰ ملیونه امریکایی دالر مصرف راځي، دفلم کیسه د هند اوچین د جنګ په جریان کې د دوه وروڼو کیسه وړاندې کوي.

د نوموړي فلم په هکله سلمان خان وایي: چې دده دغه فلم به ډیر زیات لیدونکي ولري او د هندي سینما ټول ریکارډونه به ماتوي او لومړی درجه مقام به خپلوي، راتلونکي ته به انتظار وباسو چې د pk  او Dangal فلمونو مقام به خپل کړي کنه؟

 په دې هیله چې یوه ورځ زمونږ سینما هم په دې باندې وتوانیږي چې فلمونه یې په ملیونو ډالر وګټي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب