چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهطالبانو د غزني د ننني خونړي برید مسوولیت ومانه

طالبانو د غزني د ننني خونړي برید مسوولیت ومانه

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۹ مه: طالبانو په غزني ښار کې د ملي امنیت په ځانګړې قطعې د ننني ترسره شوي موټربم برید مسئولیت منلی دی.

له غزني څخه راپورنو وايي، چې د ځانګړو ځواکونو پر ۷۰۳ قطعه ننني برید کې شپږ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۴۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
بلخوا د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته استول شوې راغلي، د غزني ښار اړوند سیمه کې یې د ملي امنیت ۰۶ قطعې او ملي اردو ۷۰۳ نمبر کنډک په مشترک مرکز یې سهار وختي موټربم چاودنه کړې ده.

نوموړی ادعا کوي چې برید کې یې سلګونه امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې، او ګڼ شمېر ټانګونه او رنجر موټر یې له منځه وړي دي.

دا پېښه نن ( دوشنبه غويي ۲۹ ) سهار پنځه بجې رامنځته شوې، او طالبانو ویلي چې دا برید يې د افغان حکومت د بریدونو په ځواب کې کړی چې په وینا یې ملکي خلکو ته یې ولایتونو کې مرګ ژوبله اړولې.

دا په اونۍکې دویم لوی برید دی چې د طالبانو له لوري په لویو ښارونو کې ترسره کېږي.

طالبانو درې ورځې وړاندې پکتیا  کې هم موټر بم چاودنه ترسره کړې وه چې شپږ کسان پکې وژل شوي وو.

وسله وال طالبان په داسې مهال په غزني کې د ملي امنیت ځانګړې قطعه تر برید لاندې راولي، چې څلور ورځې وړاندې ولسمشر اشرف غني د د طالبانو د بریدونو زیاتوالي له کبله افغان ځواکونو ته د تهاجمي عملیاتو پیلولو امر وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب