د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون له خوا د کمپيوټري ازموينو اخيستل يو ښه ګام او نوښت دی، چې په ملکي ادارو کې د ګومارنې پر وخت د اړيکو او خپلوۍ پاللو، فساد، درغليو او بډو اخيستو د مخنيوي لپاره د شفافیت رامنځته کولو، د کيفيت ښه والي او سرعت په نظر کې نيولو سره په روابطو ظوابطو ته لومړيتوب ورکول کېږي، مګر له دې ټولو اسانتياوو رامنځته کولو سره سره دا کمېسيون د ازموينو اخيستو په برخه کې له ګڼو ستونزو او نيمګړتياوو سره مل دی! دا به ومنو چې د افغانستان غوندې په وروسته پاتې هېواد کې د برېښنايي حکومتولۍ عملي کول او د اوسني يو نيم کلن مزل په اوږدو کې د دومره ډېرو ستونزو اوارول شوني نه دي، مګر له دومره پراخو امکاناتو او ظرفيتونو په لرلو سره شته نيمګړتياوې کابو کېدای شي.
د دې کمېسيون لويه ستونزه د پوښتنو په برخه کې ده، چې د سوالونو بڼه يې له نورو هېوادونو مغلق کاپي شوی سيستم دی او ډېری پوښتنې يې له انګليسي ژبې دري او بيا کټ مټ پښتو ته ژباړل شوي، چې د ازموينو ورکوونکي ترې په سمه توګه مفهوم نه شي اخيستلای، د کمېسيون باور دادی چې دوی دېرش سلنه پوښتنې د اړونده بست پورې تړلې راولي؛ خو حقيقيت بيا دادی چې په سل پوښتنو کې يوازې دوه يا درې پوښتنې له اړونده بست پورې تړلې او نورې ټولې له بست او مسلک سره هېڅ تړاو نه لري. د بېلګې په توګه که د څلورم بست يو کانديد د پوهنې رياست د لېسې د مديريت لپاره ازموينه ورکوي؛ نو د ادارې له خوا مسلک ته په کتو سره د بېلابېلو پوهنځيو لسګونه تکړه فارغان ولې په دې ازموينه کې ناکامېږي؟ دلته د پروسې په اړه خلکو سره دا شکونه او پوښتنې پيدا کېږي، چې دوی د څلورم بست لپاره په کوم معيار برابر اشخاص نيسي؟ ايا په دې دومره کانديدانو کې يو هم وړ او په معيار برابر شخص نه و،چې اړونده بست ته بريالی شي!؟ ولې ټول ناکام شي؟ ايا ټول کانديدان له مخې نالوستي دي؟ دا يوازې څلورم بست نه دی، چې کانديدان يې ټول له يوې مخې ناکام شول، بلکې دې ته ورته نور لسګونه بستونه همدا شان دي، چې ښه لايقه اشخاص پکې نه بريالي کېږي. که د زده کړو او ښوونيز سيستم د اصل له مخې دا موضوع وشنو او ووايو، چې که په يوه ټولګي کې دېرش تنه زده کوونکي زده کړې کوي او بيا په ازموينه کې ټول ناکام شي؛ نو ښکاره خبره ده چې ستونزه په ښوونکي کې ده، چې يا يې زده کوونکو ته په ښه ډول تدريس نه دی کړی او سم يې نه دي پوه کړي او يا يې سوالونه سخت وو. دلته اوس موضوع روښانه ده چې د دغه کمېسيون له خوا په ازموينو کې د بست کانديد ته مغلقې،ګونګې او له مسلک سره نا اړونده او بې تړاوه پوښتنې راوړل کېږي، چې په اسانۍ سره اعلان شوي بست ته نه شي بريالی کېدای.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون چې څوک پر کومه دنده ګوماري؛ نو د دوی له ټاکل شوو اصولو سره سم بايد په لاندې څلورو برخو کې پوهه او وړتيا ولري:
- شايسته ګی های مديريتی:
رهبری، انګیزش و تیم سازی ، تصميم ګیری و حل مساله، کنترول، ارتباطات، مدیریت پروژه
- مديريت منابع (بودجه،تدارکات و منابع بشری) :
مديريت تغير، برنامه ريزی، مدیريت منازعه و تعارض، سازمان دهی و هم اهنګی
- شايسته ګی های اداری:
مشارکت و ارتباط عامه، شفافيت و دسترسی به اطلاعات، حسابدهی، برابری جنسیتی (جندر)،مبارزه با فساد اداری
- شایسته ګی های اساسی:
پالیسی عامه، روش تحقیق، مديریت ستراتيژيک، اسناد تقنينی (قانون اساسی،قانون کار، قانون خدمات ملکی،مقرره امور ذاتی کارکنان خدمات ملکی)
- دانش عمومی:
درست نويسی، حوادث و جوایز مهم بین المللی، تاريخ و جغرافيای افغانستان، اثار و بناهای تاريخی افغانستان،مشاهیر بزرګ افغانستان
هڅه مې وکړه چې د پورته برخو پښتو شوې بڼه پيدا کړم؛ خو د دوی د وېبپاڼې په پښتو برخه کې د پوښتنو بانک او معلومات يوازې په دري ژبه وو، دلته يې اصلاحات او خدمتونه له ورايه معلومېږي، چې له بده مرغه د پښتو ژبې مور پکې مړه ده! هغه پښتون ځوان چې په پښتون مېشتو نا امنه ولايتونو کې يې په پښتو ژبه زده کړې کړي وي او غواړي چې درېيم بست ته ازموينه ورکړي، هغه کله د پورته وړتياوو په مفهوم پوهېږي! دغه کمېسيون کانديد ته د پوښتنو جوړولو په برخه کې له څه باندې سل کتابونو(ماخذونو) سوالونه را اخلي، دا کتابونه په انګليسي او فارسي ژبو دي، چې نه په پوهنتون کې تدرسېږي او نه په اسانۍ سره په بازار کې موندل کېږي، د يوه ملکي بست د ازموينې ورکولو لپاره کانديد اړ دی، چې پر ليسانس او ماسټرۍ کولو سربېره دا څه باندې سل انګليسي او فارسي کتابونه (ماخذونه) هم په يادو زده کړي(!) هغه خواران چې په ناامنه ولايتونو کې يې د وسله والو د ټوپک او تورو تر سيوري لاندې په وېره او ترهه، تنګلاسۍ او بېوزلۍ کې د خپل روښانه سبا په هيله زده کړې کړي، له څه باندې سل فارسي او انګليسي ماخذونو سره بېخي بلد نه دي، څه به کوي؟ دا چاره د دوی لپاره يوه بله ستره ننګونه ده، چې د اداري اصلاحاتو د بانک اوسنۍ شل زره او راتلونکې پنځوس زره پوښتنې په يادو زده کړي! ځينې ځوانان چې د ازموينې پر وخت د کمېسيون سوالونه وګوري او بيا ورته بريالی نه شي؛ نو د خپل پوهنتون په ويلو خواشيني او زړه ماتي شي، دوی داسې انګېري چې دا څلور کاله يې هسې بې ځايه خواري وکړه!
د ځوان کهول ددې اندېښنې د زبات لپاره يوه بېلګه راوړم، لسګونه ځوانانو په ننګرهار کې د ځوانانو امريت لپاره خپل اسناد ورکړل، ډېری د وړتيا له مخې شارټ ليست هم شول، په دوی کې له لسو پورته هغه ماسټر ځوانان هم وو، چې يا يې په هېواد او يا بهرنيو هېوادونو کې ماسټري کړې وه، د ازموينې پر وخت کورني او بهرني ماسټران ټول پاتې راغلل،که دکمېسيون له خوا د اوسنيو پوښتنو له بانک څخه سوالونه را واخلې او د همدې کمېسيون له جګپوړو مامورينو او سوالونو جوړوونکو پکې کمپيوټري ازموينه واخيستل شي؛ نو ښايي چې يو هم پکې بريالی راونه وځي! که د دوی دليل دا وي چې د يوې ادارې مدير دې جامع الکمالات او له ټولو مهارتونو برخمن وي؛ خو دا نظريه بېخي ناسمه ده، د افغانستان د پوهنتونو په هر پوهنځي کې د ادارې او مديريت مضمون نه تدريسېږي او نه هم داسې ځانګړي مضامين شته، چې د کمېسيون له خوا د پورته ياد شوي جدول ټول مهارتونه او وړتياوې پکې رانغښتې وي. دا افغانستان دی چې دولت او ملت يې د جګړې د ښامار په کومي کې هره ورځ د بم او غم سره ژوند کوي، له هند او نورو پرمختللو هېوادونو راکاپي شوي او دلته پیسټ شوي سوالونه په دې اور ورين چاپيريال کې د مېشتو افغان ځوانانو ذهنونه نه شي جذبولای! د نننۍ حکومتولۍ يو شعار همدا دی، چې موږ بايد مسلکيتوب خوا ته لاړ شو او هر چا ته پکار دي، چې پخپل مسلک کې لا پرمختګ وکړي،که له هر شخص نه پخپل مسلک کې ازموينه واخيستل شي؛ نو دومره ستونزمنه به نه وي، هر کانديد به په اسانۍ سره پخپل مسلک کې پراخه مطالعه وکړای شي او ښايي چې د خپلې خوښې او مسلک اړوند بست ته بريالی شي.
که د کمېسيون وېبپاڼې ته سر ورښکاره کړو او د بېلابېلو بستونو د دندو لايحه ولولو؛ نو جوتېږي چې د هر بست لپاره همغه يوه لايحه ده، نه اړونده دولتي ادارې او نه کمېسيون ځان په عذاب کړی،چې د هرې ملکي ادارې د دويم، درېيم، څلورم او پينځم بست لپاره د دندو ځانګړې لايحه جوړه کړي.
د کمېسيون پر ځينو غړو يوه نيوکه دا هم ده چې چاته يې خوښه وي د سوالونو له بانکه له ازموينې وړاندې سوالونه ورکوي او يا د مصلحت له مخې پرې د کمېسيون ځينې غړي سوالونه پلوري! ددې نيوکې په اړه د کمېسيون د يوه غړي دليل دا و چې د سوالونو له بانکه غلاوې نه کېږي او نه له ازموينو وړاندې سوالونه پر کانديدانو پلورل کېږي، د سوالونو بانک په ښه توګه او مخفي ساتل کېږي،ځکه د پوښتنو د بانک ساتونکو ته سوګند ورکول کېږي چې دوی به له ازموينې وړاندې چاته سوالونه نه ښيي او نه به يې پلوري! دا دليل ځکه منطقي نه دی، چې دلته کوم قوي تضمين وجود نه لري او که يوازې سوګند يادول وي؛ نو دا د ځينو لپاره بېخي عادي خبره ده، دلته په سوګند کولو باور ځکه نه شي کېدای، چې د افغانستان جهادي رهبرانو په مکه معظمه کې سوګند وکړ؛ خو بيا يې هم د خپلو شخصي ګټو لپاره مات کړ او تر ننه ځينې چارواکي د خدای په نامه سوګند يادوي؛ خو عمل پرې نه کوي!
کله کله داسې هم پېښېږي چې د اداري اصلاحاتو کمېسيون له خوا له کانديدانو ازموينه واخيستل شي؛ خو بريالی شوی تن اړونده اداره نه قبلوي او يا ورسره موافقه نه کوي! که دليل دا وي چې د کمېسيون دنده ازموينه اخيستل دي او نيول او نه نيول د اړونده ادارې کار دی؛ مګر دا پخپله د ملکي خدمتونو قانون تر سوال لاندې راولي، چې ولې يوه اداره تر قانوني مراحلو بشپړولو وروسته د پينځم بست مامور نه مني !؟ له ازموينو وړاندې له هرې ادارې سره تفاهم پکار دی چې د ټولو لازمو شرايطو په پوره کولو سره دې بريالی شوی تن استخدام شي، چې هم د ازموينو په پروسه د خلکو باور لا زيات او هم بريالی تن ته له خپلو حقونو برخمن شي.
ډېر کله چې په يوه دولتي اداره کې د ملکي مامورينو لپاره بستونه اعلانېږي؛ نو له توقع پرخلاف يې د کانديدانو شمېر دومره ډېر وي، چې هم يې شارټ ليست ستونزمن او ډېر وخت نيسي او هم يې د ازموينې په اخيستو کې خنډونه پيدا کېږي، که په يوه اداره کې د پينځو بستونو لپاره پينځه سوه تنه شارټ ليست کېږي او له ازموينې وروسته يوازې پينځه تنه استخدامېږي؛ نو د پاتې څلور سوه پينځه نوي تنو برخليک څنګه شو او دوی به څه کوي؟ دا کسان پخپله پر ټولنه او دولت دواړو يو دورند بار او پېټی دی، چې نه يې ټولنه او نه يې دولت د پورته کولو توان لري، له بده مرغه چې زموږ په هېواد کې يوه نيمګړتيا دا هم ده چې دلته د خصوصي سکتور وده کمرنګه او لمنه تنګه ده او دوی پخپله غېږ کې د دومره وړ او ډېر شمېر خلکو د جذبولو ظرفيت نه لري! دلته هر کال لسګونه زره زده کوونکي په بېلابېلو برخو کې له پوهنځيو فارغېږي، چې ځينو ته يې د وړتيا او ځينو ته يې د قسمت له مخې دندې پيدا کېږي او پاتې نور يې په ټولنه کې د محروميت او کمترۍ پر احساس اخته کېږي. دا د دولت لپاره يوه لويه ننګونه ده چې د دندو لپاره د خلکو غوښتنه ډېره او د دوی عرضه کمه ده، که د اداري اصلاحاتو په سيستم کې ژور اصلاحات را نه شي او فارغانو ته د دندو او کار زمينه برابره نه شي؛ نو دا به د هېواد په شته ناورين کې يو بل ناورين را وزېږوي!
ډېرو مهمو نقطو ته مو اشاره کړې ده،
یو بل مشکل دا دی چې دوی د هر بست لپاره کاري تجربه غواړي.
هر کال چې په زرگونو ځوانان نوي له پوهنځيو فارغيږي، دوی کاري تجربه له کومه کړي؟
يو چا به لس کاله یو ځای کار کړی وي، په خاورو به نه پوهېږي، خو هسې په نوم کاري تجربه به لري، بل هغه چې د وړتیا او استعداد پرې ختمه وي، د کاري تجربې د نشتون له وجې نه سارټر لېسټ کېږي.