جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافراسیاب خټک: د عبدالله او غني هوکړې طالبانو ته پلمه پرېنښوده

افراسیاب خټک: د عبدالله او غني هوکړې طالبانو ته پلمه پرېنښوده

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۹ مه: د پښتونخوا مشر ملتپال سیاستوال افراسیاب خټک وایي چې افغانستان کې وروستي سیاسي تړون سره طالبانو او نورو کړیو ته هېڅ پلمه پاتې نه‌ شوه چې په خبرو کې برخه وانخلي.

خټک وایي افغانستان کې اوس هم دیموکراسي نوې او د پرمختګ په حال کې ده او داسې جنجالونه د دیموکراسۍ معمول دی.

هغه ویلي، د عبدالله او ولسمشر غني له جوړجاړې سره به اوس وسلوالو طالبانو ته کومه پلمه پیدا نه شي چې د خبرو میز ته حاضر نه شي

ښاغلی خټک په دواړو خواوو غږ کوي چې اوس په خپلو هغه وعدو عمل وکړې چې د افغانستان د دایمې سولې د راوستلو لپاره یې کړې وې.

دغه ملتپال سیاستوال په داسې حال کې دغه خبرې او هیله مندۍ لرې چې تیره ورځ محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله له دریو میاشتو ټاکنیزو ناندریو وروسته په یوه سیاسي هوکړه صلاح وکړه.

2 COMMENTS

  1. سلام
    موږ نه پوهیږو چې دخټکو نه ولې سره کمونستی او هم دیموکراسی غلطه شوی ده . اجمل خټک یې د غازی لیسې په ختیخه برخه کې په مجانی کور کې پرچمیان دیوی پیالې پېښورۍ شودو په چای پالل او افراسیاب خټک یې یو بغاوتګر او ټپوس ګلم جم بد اخلاق ددیموکراسی ممثل ګڼی چیرې چې دناتو شتولتن بیرګ لکه سپی لا غوریږی اوهمدارنګه چېرې چې په دروغجنه دیموکراسی کې دواړه دافغان ولس لپاره ننګ بریښی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...