جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهوسله والو د فراه خاک سفید امنیه قومندان ترور کړ

وسله والو د فراه خاک سفید امنیه قومندان ترور کړ

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۹مه: چارواکي وايي، ناپيژانده وسله والو تیره شپه د فراه ولایت خاک سفید ولسوالۍ امنیه قومندان طوفان نورزي باندې برید کړی او هغه یې وژلی دی.

د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب ددې پېښې په تایید سره ویلي، چې ناپيژاندو سله والو تیره شپه لس بجې د فراه ښار په ۳ امنیتي حوزه کې د خاکسفید ولسوالۍ پر امنیه قومندان توفان نورزي برید کړی دی.

نوموړی زیاتوي، په دغه برید کې قومندان توفان ځای پرځای وژل شوی او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.

ددې برید مسئولیت تراوسه هیڅ یوې وسله والې ډلې په غاړه اخیستی نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...