Homeخبرونهناټو: طالبان نور باید تاوتریخوالی کم کړي او مذاکراتو ته حاضر شي

ناټو: طالبان نور باید تاوتریخوالی کم کړي او مذاکراتو ته حاضر شي

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۹مه: له امریکا، هند، کاناډا، پاکستان، ایران او ملګرو ملتونو وروسته ناټو سازمان هم د ولسمشرغني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې هرکلی کړی دی.
د دغه سازمان مشر ینس سټولټنبرګ وايي، دا چې دواړو مشرانو د اختلاف د حل او د سولې د هڅو د بریالي کولو لپاره د یو ځای کېدو پرېکړه کړې ده، د ناټو لخوا یې هرکلی کېږي.

ښاغلي سټولټنبرګ ویلي، له دې وروستهله کورونا سره مبارزه، د تاوتریخوالي راکمول او د سولې لپاره کارتر هر څه مهم دي.
د ناټو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د سټولټنبرګ لخوا دا هم راغلي دي چې طالبان باید خپلو ژمنو باندې عمل وکړي، تاوتریخوالی راکم کړي او افغاني مذاکراتو کې په ګډون له خپلو هېوادوالو سره جوړ جاړی وکړي.

د ناټو مشر ټینګار کړی دی چې ټول لوري باید په افغانستان کې د سولې له فرصته ګټه واخلي: (( موږ لازمه بولو چې دسولې یو جامع تړون د افغانوښځو، وګړو قانون خوندیتوب لپاره وي او دا هیواد بیا د ترهګرو ځاله نشي.))

په خبرپاڼه کې د ناټو د سرمنشي له قوله دا هم راغلي چې یاد سازمان د دایمي امنیت او ثبات په برخه کې له افغانستان سره د قاطع روزنیز او مالي ملاتړ لپاره ژمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ یکشنبه د یوې هوکړې له مخې ښاغلی عبدالله د ولسمشر غني لخوا د مصالحې شورا رئیس وټاکل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...