یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېپه کابل کې مډرن او معیاري ښار جوړیږي

په کابل کې مډرن او معیاري ښار جوړیږي

 حشمت ناصري

د ښارونو منظم انکشاف، د ښارګوټو جوړونه او له دولتي ځمکو څخه موثره استفاده هغه څه دي چې په دې وروستیو کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه ورته جدي پاملرنه کړې. یاد وزارت د دولتي ځمکو د مدیریت او تنظیم له لارې تل هڅه کړې چې په هېواد کې د ملي او ټولګټو پروژو تطبیق ته لاره هواره شي.

یادو موخو ته د رسېدو لپاره، له نېکه مرغه په تېرو شپږو میاشتو کې ۲۵ ښاري پراختیا پلانونه د هېواد ۱۷ ولایتونو لپاره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه له لوري منظور شوي دي.

د دې پلانونو په تطبیق سره به ۲۰ زره کورنیو ته د استوګنې زمینه برابره او تر څنګ به يې په یو شمېر ولایتونو کې ښاري پراختيا او ټولګټو پروژو تطبیق ته هم لاره هواره شي. همدارنګه د دې پلانونو په پلي کېدو سره به غیر رسمي ښاري سیمو کې د بهسازۍ پروژو تطبیق او ښاري خدماتو وړاندې کولو ته زمینه برابره شي.

سربېره پردې، ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو بل ښه اقدام کې د هرات، مزار شریف، کندهار، جلال اباد او خوست ښارونو ستراتیژیک انکشافي پلانونه د ژورې مطالعې او د ساساکي شرکت او ټولو ښاري سکټوري ادارو سره د همغږۍ په پایله کې ترتیب کړی چې له نېکه مرغه په دې وروستیو کې د هېواد جمهور رئیس له لوري منظور شول. دا پلانونه د یادو ښارونو د لید لوري په توګه د ښارونو انکشاف د مسیر ټاکلو سربېره، انکشافي او ټولګټو پروژو تطبیق ته چې پایله یې اقتصادي وده، کارموندنه او ټولنیزه هوساینه ده لاره هواره وي.

همدارنګه د یاد وزارت تر ټولو مهمه پروژه د نوي کابل ښار جوړونه ده. په دې وروستیو کې د جمهور رئیس د لارښوونې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه له ژمنې سره سم د کابل ولایت په ده‌سبز ولسوالۍ کې د ۲۵ زره جریبه ځمکې د تصفیې او مالکیت حق د تثبیت چارې پای ته رسیدلي. ښار جوړولو او ځمکو وزارت په پام کې لري چې نوی کابل ښار د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې په تدریجي توګه جوړ کړي.

د نوي کابل ښار د جوړولو چارې کلونه مخکې د یو شمېر حکومتي ادارو او بهرني متخصصینو په مرسته پیل شوې وې خو دا پروژه د یو لړ حقوقي او تخنیکي ستونزو له امله په ټپه درېدلې وه او د یو خوب او خیال په توګه د خلکو په خاصه توګه کابل ښاریانو په ذهن کې پاتې شوه. له نېکه مرغه دا پروژه له اوږدې مودې وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه د کلکې ارادې او د حکومت په ملاتړ یو ځل بیا پیل شوه او هڅه کیږي ترڅو د هېوادوالو دغه خوب او خیال په حقیقت بدل شي.

د کابل نوی ښار به په لوړو انجنیري او مهندسي معیارونو او د سیمې په کچه کاميابو بېلګو ته په کتو جوړ شي او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه په پام کې لري، څو د سیمې خلکو او اړونده سکټوري ادارو سره په همغږۍ د دې مهمې پروژې تطبیق لپاره لازم فرصتونه برابر کړي.

په دې پروژه کې د پام وړ موضوع زیربنایي چارې دي. ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه ژمن دی چې د تصفیې او د مالکیت حق د تثبیت چارو په بشپړېدو او د یاد ښار د تفصیلي پلان په جوړولو او منظورۍ سره؛ په سر کې زیربنایي چارې لکه د سړکونو او پلې لارو جوړولو، د کانالیزاسیون منظم سیستم رامنځته کولو، د اوبو او برېښنا تامین، سرسبزي او د ښار د ښکلا لپاره اړین اقدامات ترسره کولو او ورته موضوعاتو ته جدي پاملرنه وکړي او د زیربنایي چارو په بشپړېدو سره به د دې ښار ساختماني چارې پیل شي.

د دې مهمې پروژې تطبیق لپاره د خلکو، حکومتي ادارو او خصوصي سکټور ګډ کار ته اړتیا ده. دا وزارت په پام کې لري چې خلکو سره په تفاهم او د دوې ګټې په پام کې نیولو سره، دې مهمې پروژې تطبیق ته لازم فرصتونه برابر کړي، څو په نږدې راتلونکي کې خلک د یو معیاري ښار شاهدان واوسي.

د نوي کابل ښار په جوړېدو سره به د اقتصادي ودې او کارموندنې سربېره، ټولګټو او پراختيايي پروژو تطبیق ته لاره هواره شي چې په پایله کې به يې د خلکو په اقتصادي او ټولنیز ژوند کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.

د نوي کابل ښار له جوړېدو سره سم، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه په پام کې لري چې په جلال اباد، هرات او کندهار ښارونو کې د ورته او معیاري ښارونو د جوړولو چارې ژر تر ژره پیل کړي ترڅو له دې لارې هېوادوالو ته د یوه هوسا ژوند زمینه برابره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب