دوشنبه, مې 13, 2024
Home+د یوې واورینې ورځې خاطره| عاشق الله رحیمي

د یوې واورینې ورځې خاطره| عاشق الله رحیمي

د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي د میاشتې اوومه نیټه وه. سهار وختي له کوره د کار ځای په لور وخوځیدم. خدای شته د باندې ډیر ساړه وو. دا کال د هوا پیژندنې اړوندو بنسټونو له لوري په تیرو سلو کلونو کې تر ټولو سوړ کال وړاندوینه شوې وه. له اوه – دقیقو پیاده مزل وروسته د کارته نو دویم سړک څخه عمومي سړک ته را ووتم. معمولاً په ژمي کې د سپرلیو د لیږد وسیلې کمیابه وي. د ګوتو په شمیر وسیلې چې پیدا شي وروسته له ډیرو نازونو او نخرو سورلۍ جیګه کړي او بیا میده – میده په ناز و نزاکت د ښار په لور روان وي. نن هم د عمومي سړک په غاړه خلک په کتار ولاړ وو. چا به یوې ګاډي پسې منډه کړه او چا په بلې پسې، خو نه بریالي کیدل. که څه هم زما هیڅ نه خوښیږي چې د خپلې ټولنې وضعیت له نورو هغو سره پرتله کړم. خو بیا هم ځینې حرکتونه غیر ارادي وي. د ذهن مارغه کله – کله الوت کوي، زما په سترګو کې د نورو هېوادونو وضعیت را ښکاره شو، همدغه وضعیت مې د ځینو نورو هېوادونو له هغه سره پرتله کړ، له ځان سره مې وویل په رښتیا چې زموږ زمامداران او چارواکي ډیر بې کفایته دي. حتی تر دې دمه پورې ندي توانیدلي چې حد اقل معیاري ټرانسپورټ سیسټم ښاروندانو ته مهیا (برابر) کړي. دا په داسې حال کې دي چې په تیرو دوو لسیزو کې په ملیونونو – ملیونونو ډالر په دې سکټور کې زموږ د هېواد او هېوادوالو په نوم مرستې وشوې. آفسوس زموږ په حال!

سرچینه: پژواک خبري آژانس

په همدې سوچونو کې ډوب وم چې زما په څنګ کې ولاړ ځینو خلکو د مارسیډيز ډوله ګاډي په لور په منډو شول. زه هم استثنا‌ نه وم. د مارسیډیز ډوله موټر په دویم سیټ کې کیناستم. ډریور او کلینر دواړه په دې لین کې نوي وو، په همدې دلیل د مسیر په ټاکلو کې سره ډیر غږیدل. زموږ مسیر سینما پامیر وو. د لارې په اوږدو کې مو ولیدل چې ډیر زیات موټرونه د ښوییدو له امله له حرکته پاتې وو. له بده مرغه، دلته نه حکومت په سمه لاره روان دی او نه هم رعیت. همدا دلیل دی چې زموږ بار تر منزله نه رسیږي. د بیلګې په توګه، پداسې حالاتو کې باید ترانسپورټي وسایل له چاین یا زنځير څخه ګټه پورته کړي ترڅو هم سورلۍ په وخت سره خپل منزل ته ورسیږي او هم د وسیلو د ښوییدنې له امله د ټکرونو او ترافیکي پيښو کچه ټیټه وساتل شي. له بله اړخه، که څوک دغه اصول نه رعایتوي باید د ترافیکو له لوري جریمه شي او په سړک کې د حرکت اجازه ورته ورنکړل شي. اما دلته هیڅکله ترافیک په خپلو اصلي مسوولیتونو پسې نه ګرځي، هرڅه سرچپه روان دي. لیرې ده چې پدې زړو ټایرونو (داسې حکومت او رعیت) د پرمختګ کاروان ګیر کړو. د بدلون راوستل ډیر آسان دي. کله چې هوا سړه شوه لکه د نن په څير ترافیک باید لایحه ولري او د ټرانسپورټي وسایلو مالکین باید پرته له چاین (زنځیر) څخه سړک ته را ونه وځي.

په کراره – کراه سینما پامیر ته ورسیدو. بل مسیر مې دارالامان وو. دلته هم د سړک په سر خلک په کتار ولاړ وو ترڅو د ترانسپورټ وسیله پیدا کړي. یو ډرايور راغی د هډې له مسوول څخه یې پوښتنه وکړه چې زه غواړم د دارالامان سورلۍ جیګ کړم. ډریور له بل سړي سره په خبرو وو چې ولاړو خلکو په مرسیډیز ور منډه کړې. دلته نو څو زنانه هم په تمه وې چې موټر ورته پیدا شي، خو له بده مرغه، نارینه وو هیڅ چانس ورته ورنکړ. موټر ډک شو، د دارالامان په لور مو حرکت وکړ. په لاره کې مې له ځان سره وویل چې خونړیو داخلي جګړو زموږ له کلتور او فرهنګ څخه زموږ واټن څومره لیرې کړی. پخوا به په ټولنه کې زنانه وو ته ډیر زیات درنښت کیده چې هره خبره به وه، اول نوبت به یې زنانه وو ته ورکاوه. خو اوس داسې ندي. نن هم زنانه په یخه هوا کې د موټر په تمه پاتې شول خو دنګو – دنګو ځوانانو وکولای شول چې ځانته په موټر کې ځای ونیسي.!

سرچینه (۱): پژواک خبري آژانس

څنګ مې ناست لکړه په لاس سپین ږیری سړی ناست وو. څو وارې یې راڅخه پوښتنه وکړه چې دارالامان ندی رسیدلی؟ ما ورته کړل چې کله دارالامان ورسید بیا یې درته وایم. له سپین ږیري سره د خبرو په مهال مې د هغه کالو ته پام شو. پداسې حال کې چې زه د ژمي په کالو کې هم نه ګرمیدم او غونج ناست وم، د سپین ږیري سړي په تن کې سپین کتان کالي وو، د بدن پوستکی یې له ورایه ښکاریده. ترې مې وپوښتل: ((کاکا ولې! ته د کابل له ژمي نه یې خبر چې د ململ په څیر په دې نریو جامو کې ګرځې. ساړه دې نه کیږي؟.))

هغه راته کړل: ((زویه ولې مې ساړه نه کیږي. له سهاره تر دې دمه څلور پنځه ځلي په واوره کې وښوییدم او ځمکې ته را وغورځیدم. څه وکړم، چاره مې نشته. درې زامن مې بندیان دي. اوس یې دلته په لویه څارنوالۍ کې دوسیې پسې راغلی یم. سخت مې ځوروي.))

د خپلې بیوزلۍ کیسې یې هم شریکې کړې. ویل یې چې کرایه مې قرض کړې. کاشکې داسې یو دولت وای چې ستونزو ته یې په وخت رسیدګي کولای.

په رښتیا چې هم زموږ په هېواد کې د محاکمو پروسه ډیره اوږده ده. له همدې امله خلک نه غواړي خپلې قضیې حکومت ته راجع کړي. یا يې پریږدي یا ورته د عنعنوي جرګې له لارې د حل لاره لټوي یا خپلې قضیې د افغانستان اسلامي امارت تر سیورې لاندې حلوي. دلیل یې دا ښودل شوی چې د هغوی خبره او فیصله یوه ده. د کار سرعت یې کله – کله له برښنا سره پرتله کوي.

زموږ حکومت او محاکمو ته په کار دي چې د خدای روی ته وګوري او لږ زموږ په مظلومو هېوادوالو زړه وسوځوي. کچیرې زموږ محاکم او اړوند نور بنسټونه خپلې چارې په وخت سره ترسره کړي، ولې زموږ یو بیوزلی سپین ږیری په کتان کالو او په دې سړه هوا کې کابل ته په راتګ مجبور شي.

1 COMMENT

  1. له عاشق الله رحیمي ورور سره د لیکنې د محتوا په هکله تر ډېره موافق یم . زمونږ د دولت مشرانو پدې تېرو شلو کلونو کې د بې حسابه نړیوالو مرستو نه د خپل ولس او افغان ملت په ګټه هېڅ کار ونکړ . لویې لارې ، سرکونه ، ترانسپورت ، روغتونونه ، ښوونځي او … د پخوا په شان وران ویجاړ او نا تکمیل پاته دي.
    البته په نوره نړۍ کې که هرڅومره واورې زیاتې وي ، د موټر ټایرونو ته د چاین او زنځیر تړل جواز نه لري ، ځکه سرکونه ویجاړوي . هغوی چې هوا یې ډېره سړه او واورې هلته زیاته وي ، په خپلو قوانینو کې ژمني ټایرونه حتمي کړیدي . البته دولتونه یې واورې په خپل وخت سره پاکوي او سمندري مالګې ورباندې شیندي چې یخ یې ونه نیسي . د موټرو سرعت سم نیم ته را کموي ترڅو تلفات او تصادفات ونه لري .
    همدارنګه د جرایمو او هر ډول دوسیې په نورو هېوادونو کې هم دوه درې کاله وخت نیسي خو خلک ورسره عادي شویدي او شکایت نه کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب