جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهامرالله صالح: طالبان په نوي افغانستان کې پر سوله ییز او ګډ...

امرالله صالح: طالبان په نوي افغانستان کې پر سوله ییز او ګډ ژوند بې باوره دي

تاند (یکشنبه د جدي ۷) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د مذاکراتي پلاوي خبرو او تبصرو ته په پام سره وایي، طالبان له نوي افغانستان سره په ګډ ژوند کولو باور نه لري.

ښاغلي صالح دغه څرګندونې د ملي روغې جوړې عالي شورا تر دویمې ناستې وروسته نن یکشنبه کړي دي.

د یادونې وړ ده چې پرون شنبه په کابل کې د ملي روغې جوړې عالي شورا دویمه ناسته وشوه چې د یادې شورا د مشر او امرالله صالح په ګډون په کې ګڼو افغان سیاسیونو برخه اخیستې وه.

امرالله صالح نن یکشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «طالب په نوي افغانستان کې د ټولو ترمنځ  پر سوله ائیز او ګډ ژوند عقیده نه لري. د دوحې موافقې طالب ته پر ځان کاذب اعتماد ورکړی دی.»

هغه وايي، د دوحې هوکړه ددې لامل شوې چې طالبان پر خپل نفس کاذب باور ولري، خو زیاتوي چې د ملي دفاع او د کورنیو چارو وزارتونه، د ملي امنیت ریاست او نور دولتي ارګانونه هغه بنسټونه دي چې طالبانو ته د خپلو غلطو محاسبو ښودنه کولی شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال وړاندې لیکلي، د سولې خبرې باید مخته لاړې شي تر څو په افغانستان کې د روان بحران لپاره یوه سوله ییزه حل لاره پیدا شي.

ده زیاته کړې، دغه حل لار یوازې د قطر او دوحې څخه نه ده تېره، بلکې د دولت ظرفیت او کاري وړتیا تقویه کول هم د سولې لار رالنډولی شي.

د یادونې وړ ده، چې پرون شنبه په سپېدار ماڼۍ کې د ملي ورغې جوړې عالی شورا دویمه ناسته وشوه او تر ډېره په دې ټینګار وشو چې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو باید په خپل ټاکل وخت بېرته پیل شي او د ځای په ټاکنه کې ستونزه راولاړه نه شي.

1 COMMENT

  1. مننه، د لیکنې دغه برخه زما له خاطرو سره هم شباهت لري، ورته بیلګې او حالات ما هم په خپلو سترګو لیدلي او ځوریدلی یم.

    …په کراره – کراه سینما پامیر ته ورسیدو. بل مسیر مې دارالامان وو. دلته هم د سړک په سر خلک په کتار ولاړ وو ترڅو د ترانسپورټ وسیله پیدا کړي. یو ډرايور راغی د هډې له مسوول څخه یې پوښتنه وکړه چې زه غواړم د دارالامان سورلۍ جیګ کړم. ډریور له بل سړي سره په خبرو وو چې ولاړو خلکو په مرسیډیز ور منډه کړې. دلته نو څو زنانه هم په تمه وې چې موټر ورته پیدا شي، خو له بده مرغه، نارینه وو هیڅ چانس ورته ورنکړ. موټر ډک شو، د دارالامان په لور مو حرکت وکړ. په لاره کې مې له ځان سره وویل چې خونړیو داخلي جګړو زموږ له کلتور او فرهنګ څخه زموږ واټن څومره لیرې کړی. پخوا به په ټولنه کې زنانه وو ته ډیر زیات درنښت کیده چې هره خبره به وه، اول نوبت به یې زنانه وو ته ورکاوه. خو اوس داسې ندي. نن هم زنانه په یخه هوا کې د موټر په تمه پاتې شول خو دنګو – دنګو ځوانانو وکولای شول چې ځانته په موټر کې ځای ونیسي.!

    هيله مې عاده چې زمانه وو ته باید د ټولنې په هره برخه کې لومړیتوب ورکړل شي او د هغوی درناوی وشي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...