د سولې راتګ داسې دی، لکه دخضر بابا کیسې به مو چې وړوکوالي کې اورېدلې، ټول پوهېدل په دې نامه څوک شته او کله، کله چاته ځان ښيي او داکس چې خضر بابا ویني باید تکړه مسلمان وي، خضر بابا به چا لیدلئ وي یا نه؛ سپینو کالیو والا سړي پسې به خلکومنډې وهلې چې ته وا دا خضر بابا دی، لکه نن سبا چې موږ اوږده ږیره یا اوږده کمیس والا سړی ووینو او یو ستره پګړۍ یې په سر وي، سم دم راته ددین ټېکدار ښکاري، خبر نه چې کلونه کلونه همدې اوږدو ږیرو دجهاد او مجاهد په نوم دوکه کړو، تر پرونه یې چې ددین دښمنان بلل، نن ورسره ناست دي سوله کوي، نو دسولې راتګ هماغه دخضر بابا لیدل دي، راوستل خو یې ناشوني دي او که دوی وایي چې سوله ده؛ تاسو یې نه وینئ، موږ راوستله دا هغه کس ویني، چې سوچه افغان وي، مجبورآ به نارې وهو سوله ده او یا سوله راغلله یا یې راوستله او دسولې راوستونکي به تقدیروو، تقدیر او تقبیح خو هسې هم په تقلیدي شکل کې ده.
د لیلة القدر په شپه به ماشوموالي کې ویل که څوک کیني، بس یو سات دشپې راځي، چې ټول بوټي او څاروي په سجده وي، موږ چې کېناستلو ومو نه لیدل اوس وایي یویو کس یې ویني، کوم چې تکړه مسلمان وي او دا یو حس دی، چې حس کېږي، نو سوله هم بس یو حس دی کوم څيز نه دی، چې خلیلزاد یا دا بل بل یې په اوږو را بار کړي او موږ یې له هوایي ډګره راولو، سوله هم داسې یو درک، داسې یوه نا مانا شوې کلمه ده، چې ټول یې په لټون کې یو اوکلونه کچکول په لاس یې له نورو غواړو، داهماغه کیسه ده وایي په (خره ناست، خر ترې ورک).
ترڅو چې یوبل ونه منو دیوبل ژبې، قوم، سیمې، ټبر، مذهب ته درناوۍ ونه کړو، سوله به تل یو بې تعبیره خوب پاتې وي، موږ سوله غواړو، خو یو هم ځان نیم من نه منو، ټول داسلام دعوګیر يو، خو په اصل کې یو هم پوره مسلمان نه یو، ځانونه راته تربل ښه ښکاري، خپل مذهب والا مسلمان او دانور کافر ګنو، خپل قوم راته دروند او نور سپک، داچې ترننه دومره بدبخته یو، علت یې زموږ ګنده سوچونه او زړونه دي، چې په کرکه او کینه پوښلي، خپله پړه په ګاونډیو یا پردیو اچوو، فکر کړو سوله د یوې ډوډۍ ټوټه ده او خلکو رانه خوړلې یا تښتولې، اردو، پولیس، طالب، داعش، عام وګړي، دا خو ګاونډیان یا پردي نه دي او نه هم دبل دین پلویان، خوبیا هم ټول دیو بل د وژلو تږي يو، ترڅو اصلاح له ځانه پیل نه شي، ذهنونه تصفیه نه شي، د یو بل منل زده نه کړو، خلیلزاد خو ناکام شو، خو داسې په زرهاوو ناستې به د سولې په راوستلو کې بریالی نشي.
څه عجیبه تاریخ به وي، زموږ دا لیکوالان به څنګه شرمېږي دا منحوس تاریخ لیکي، کلونه کلونه یوبل وژنو، کله دمذهب جګړه او کله ددین او کله هم دوطن. دا خلک یو هم بېسواده نه دي، ټولو تعلیم کړئ او بېسوادن او سادګان په ګوتو نڅوي ، دسولې راوستل نه بلکې دجیبونو په ډکولو کې دي. د ذهنونو پاکول او د سولې پالل پکار دي، کنه کلونه به دیوبل په غوښو ماړه نشو دا دوه ،دری د سترګو اړولو عالمان او پوهان به هم را پاتې نشي، وطن تعلیم ته اړتیا لري، خپله تعلیم دسولې معادل دی، ترڅو دا واټن لنډ نشي دسولې راوستل څه یادول هم لرې خبره ده!
ډیر ښه. خدای دی مونږ ټولوته هدایت وکړی. سوله به هلته راځی چه لیکونکی د دریمګړی په توګه ولیکی او په ټولو فشار راسی ترڅو جنګ ټولو ته بد ښکاره سی. ستاسو او د ډیرو کمو خلکو په استثنا، افغانان لا هغی درجی ته نه دی رسیدلی. یوازی هغه کسان چه یوطرفه تبلیغات و قاروی د بیځایه خبرو په رد کی څه لیکی او هغه بیا نو د تالب او پاکستانی په نوم ترټل کیږی.
د بااحساسو لیکونکو د ډیری په هیله.