یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهبغلان کې ۳۰ تنه مسافر ژغورل شوي

بغلان کې ۳۰ تنه مسافر ژغورل شوي

تاند(یکشنبه، د جدي ۷) د مرکزي بغلان په شیخ جلال ولسوالۍ کې له ۳۰ تنو زیات کسان چې په واورو کې بند پاتې وو د پولیسو او ملي اردو لخوا وژغورل شول.

د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت وایي، د مرکزي بغلان په شیخ جلال ولسوالۍ کې امنیه قوماندانې د ژغورنې ټیم د ملي اردو په همکارې د یو لړ ګډ عملیاتو په ترڅ کې له ۳۰ تنو زیات هغه مسافرین چې د واورو وریدو له امله په واورو کې بند پاتې وو د مرکزي بغلان او ملي اردو لخوا وژغورل شول.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې ولسوالۍ لار اوس د ترافیکو پر مخ خلاصه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سالنګونو د ساتنې ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلې، نن یکشنبه د مرغومي په ۷ مه د سالنګونو په شمال د دوامدارې واورې وریدو او په جنوب کې د قوي باد لږیدو له کبله به دا لوېه لار د ټولو وسایطو پرمخ تړلې وي.

دغه راز دې ریاست زیاته کړه، تر څو چې دا قوي توپان له منځه لاړ نشي او په لاره کې پیدا شوی خطر رفع نشي او د هوا حالات د وسایطو د تګ راتګ لپاره برابر نشي لار به د ترافیکو پرمخ تړلې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب