یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeجنرال وزیريکاکه ګان، هېره شوې طبقه

کاکه ګان، هېره شوې طبقه

لیکوال: جنرال دولت وزیري

کاکه یا عیاران له نظره پریوتلې ډله:

زموږ په ټولنه کې د «عیاران» له کلمې سره څوک دومره بلدتیا نه لري او نږدې ده چې د دې کلمې کارول څه چې د خلکو له ذهنونو هم ووځي.

غواړم له دوستانو سره د کاکه ګانو یا عیارانو په هکله څه معلومات شریک کړم.

د طاهري دولت ( 821 – 872 ) زیږدیزو کلونو په وخت کې بېوزلي دهقانان د فیوډالانو له ظلم څخه په تنګ شول، دوی د ټولنې له بیوزلي قشر سره یوه ټولنه د عیارانو په نامه جوړه کړه.

دوی دومره غښتلي شول چې طاهري دولت يې د له منځه وړلو څخه عاجز شو. په 845 زیږدیز کال يې طاهري حکمران له بست څخه وشاړه.

دې ډلې د عیارانو یوه لویه او غښتلې اردو جوړه کړه. په سر کې يې مشهور پهلوان یعقوب لیث صفاري وټاکه.

دې ډلې ته به یې د داخلېدو په وخت کې د طریقت خطبه ویله او بیا به يې ملا ور وتړله، اوګینه مالګه به يې پرې وڅکله او د ده په غاړه به يې د صفا، صمیمیت او وفادارۍ ذمه وارې کېښوده، مخصوص کالي به يې واغوستل، وروسته له دې به دا کس د عیارانو له ډلې شمیرل کیده.

عیارانو د عربانو، طاهریانو او چنګېزیانو د یرغلګرو پرضد ډیرې جګړې وکړي.

په اتمه پیړۍ کې د دې ډلې مشهور کسان ابوالسعدیان، په نهمه پیړۍ کې صفاریان «یعقوب لیث صفاري، درهم بن نصر، حامد بن هرمز، روزنګالود»  په لسمه پیړۍ کې احمدنیا، په یوولسمه پیړۍ کې امیر بو جعفر ناصر، احمد بن طاهر، اسحق کاژبن، شنګیان، لیث غوري او بو محمد منصور وو.

 غزنوي دولت هم د دې ډلې د له منځه وړلو لپاره ډیر کوښښونه وکړل، د چنګیز د یرغل پر وخت هم دې ډلې ډیر تلفات ولیدل.

له دې وروسته دوی په کابل کې د کاکه، په کندهار کې د ښه ځوان او د هېواد په شمالي ولایاتو کې د الوفته په نامه یاد شول.

په شلمه پیړۍ کې مشهور کاکه د ازر زوی، د بهايي زوی، پیرو بچه ادې، کاکه طلا، کاکه نقره، کاکه شکور، میرزا عبدالعزیز، لنګر زمین، صوفي غني او نور وو.

د کابل کاکه په پایین چوک، شور بازار، مرادخاني او چنداول سیمو کی جلا جلا ډلی او مشران درلودل.

هر کاکه به تر مخصوصې ازموینې وروسته کاکه کیده. د ازموینې ځینې شرایط په دی ډول وه.

د شپې لخوا په هدیرو او غرونو کې ګرځېدل، د اس پر پښو به یې نعلونه وهل، په لاس کی د اور نیول او نور.

کاکه به یوه بل ته د زمری زوی یا شیر بچه خطاب کاوه.

په پای کی د ټولنی فاسدو اشخاصو د دې ډلی سپیڅلی نوم بدنام کړ.

په کابل کی د بدماش او په کندهار کی د پایلوچ په نامه راوټوکیدل، غلا ، بداخلاقي ،چرس څکول، سپی جنګول او نور اخلاقي فسادونه د دوی مسلک شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب