دوشنبه, مې 13, 2024
Home+سپینه عمل نامه (طنز) میوند درځار

سپینه عمل نامه (طنز) میوند درځار

که څه هم یوه دولتي دنده لرم خو دا چې پوره ورځ پکې مصروف نه یم نو دوه درې ځایه نوره هم حاضري امضا کوم.
پدې کار سره شاید تاسو ته د پیسو ګټلو شوقي ښکاره شم خو داسې نده. غواړم خپلو خلکو ته خدمت وکړم، لا ډېر خدمت !
خامخا به پوښتنه کوئ چې دا ته څه دنده لرې؟
  ستاسو د علم ډېرولو لپاره باید ووایم چې زه ډاکتر یم، البته هسې خوشې تشې ډاکټر نه، د دولتي پوهنتون تر څنګ په څو خصوصي هغو کې استاد، د نامې جامې والا استاد !
دا فکر مکوئ چې ګنې په مادیاتو پسې دې مړ یم، زما شعار خپلو خلکو ته خدمت کول دي هغه هم په یوه ورځ کې څو ځایه.
یو شخصي روغتیایي کلینیک هم لرم چې په اوزګارو شېبو کې یې یو ځل نظارت ته ورځم، نور مې خپلو شاګردانو ته سپارلی چې خدمات وړاندې کړي او ناروغان په تمه پاتې نشي. پکار دا وه چې هلته زه خپله ناست وای خو چې خبره د خدمت ده او هغه هم څو ځایه نو رسیده ګي لږه سخته ده. بیا هم کوشش کوم چې د سختو ناروغانو په اړه په تیلیفون لارښوونې وکړم، ځکه زمونږ ټیم د تشخیص او تداوۍ په اړه ډېر جدي دی.
کله کله خو راسره فکر پیداشي، دا کوم کارونه چې زه کوم ډېر کم او په نشت حساب دي. خدای مکړه د کم خدمت په وجه مې عمل نامه سپینه پاتې نشي، نو څه کول پکار دي؟
وایم ایسته یو شخصي طبي انستیتوت زه هم جوړ کړم، په زرګونو علاقه مندان لري او ښه فیس ورکولو ته هم تیار دي.پدې سره به زما د کم خدمت کولو وېره هم ختمه شي او شل دېرش کسه نور هم مسلکه به مې هم راسره بوخت شي.
البته تاسو باید په دې پوه واوسئ چې زه د پیسو ګټلو چندان علاقه مند نه یم، غواړم خپل کړېدلي، زورېدلي، رنځېدلي او در په در خاورې په سر ولس ته د زړه له تله خدمت وکړم او ځان د وجدان له عذابه خلاص کړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب