پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeداسې هم شته!د نړۍ تر ټولو شتمن کس

!د نړۍ تر ټولو شتمن کس

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۰) ايلون مسک د نړۍ شتمنو کسانو کتار کې تر ټولو شتمن کس شو

د ټيسلا او سپيکس شرکتونو بنسټګر ايلون مسک د امازون بنسټګر جيف بيزوس شاته پرېښود او د نړۍ تر ټولو شتمن کس اعلان شو.

تر نوموړي مخکې په تېرو دوه لسيزو کې د نړۍ د شتمنو کسانو وياړ يوازې درې کسانو درلوده، خو  درې هغه درې واړه یې شاته پرېښودل او د لومړي ځل لپاره یې ځان د نړۍ شتمن کس ثابت کړ.

د راپورونو په حواله، د ايلون مسک شتمني ١٩٥ ميليارده امريکايي ډالرو ته رسېدلي ده.

د هغه په شتمنۍ کې د وروستي ځل لپاره ١٣ ميليارده ډالر زيات شوي و، چې تېره ورځ پکې ٢٥ ميليارده ډالر نور زيات شول او هغه تر جيف بيزوس مخکې شو.

راپورونه زياتوي، جيف بيزوس اوس د نړۍ دويم شتمن سړى دى، چې هغه سره ١٨٥ ميليارده امريکايي ډالره دي.

د راپورونو له مخې، د مايکروسافټ بنسټګر بيل ګيټس بيا په دريم مقام کې دى، هغه ١٣٤ ميليارده امريکايي ډالر لري.

 په څلورم مقام کې بيا د فرانسې برنارډ ارنالټ راغلى دى، چې ١١٦ ميليارده امريکايي ډالره لري.

 او د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ بيا د ١٠٢ ميليارده امريکايي ډالرو سره په پنځم مقام کې دى.

دا په داسې حال کې ده چې ایلون مسک په ٢٠٢٠ کال کې  د شتمنو کسانو د ليست په ٣٥م مقام کې ځای درلود.

2 COMMENTS

  1. دا به د بشریت لپاره ننګ وی چی یو کس ( مثلاً افریقائی، افغان، یمنی، حتی خپله ځینی امریکائیان ) له لوږی کړیږی او بل بړوه بیا دومره ډالری ذخیره کړی دی.
    دومره ډېره پانګه درلودل د غیر عادلانه او استعماری او حتی ظالمانه چلند زېږنده ده.

  2. د غلام حضرت صاحب نظر ته په احترام زه فکر کوم چې د امریکا ملیاردران هغه کارونه کوي چې دولتونه یې نه شي کولی. مثلاً هر یوه سلګونو زرو خلکو ته کار پیدا کړی، هر یو له خپلو پیسو داسې کار اخلي چې دولتونه یې نه شي اخیستلی.
    که په دې فکر وکړئ چې بیزوس یا بیل ګېټس به څومره مصرفوي، معلومه خبره ده چې یو تن یا یوه کورنۍ به څومره وخوري، څومره وڅښي او څومره سفرونه به وکړي. اما دوی د یوې ډیرې لویې ادارې په شان کار په یوازې سر کوي ځکه خو سرمایه دې حد ته رسېدلې ده.
    بل همدغه بیزوس ملیاردونه ډالر په فضايي تحقیقاتو لګوي وايي چې انسان بالاخره باید په نورو کرو کې د ژوند لپاره ځای پیدا کړي په دې خاطر چې د کرې وضعیت په خرابیدو دی ممکن ډیره توده شي یا ډیرې سیمې اوبه لاندې کړي.
    بیل ګېټس یوازې د افریقايي هیوادونو د بیوزلو خلکو د روغتیا خصوصاً واکسین لپاره ۵۰۰ میلیارد ډالره اختصاص کړي. دا ټول که په نظر کې ونیسئ د دوی کار تر دولتونو زیات دی. او داسې ښکاري چې په آینده کې به د دولتونو ځای کمپنۍ نیسي اوس یې هم نیولی دی. څوک چې د فیسبوک، مایکروسافټ، امازون. ګوګل … خوښ وي هغه واک ته رسېږي او پالیسۍ به د دوی له لوري ورته ټاکل کېږي. همدغه حالت په نورو هیوادونو کې هم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب