Homeخبرونهد پروان پوهنتون مخې ته چاودنې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پروان پوهنتون مخې ته چاودنې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (دوشنبه د دلوې ۲۰) د پروان روغتیايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوې چاودنې له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل کېږي دغه چاودنه نن سهار په چاریکار ښار کې د پروان پوهنتون مخې ته د ملي امنیت د کارکوونکو پر ‌موټر شوې.

د پروان د ملکي روغتون رییس عبدالقاسم سنګین وايي، د پېښې له ځایه تر اوسه یو جسد او پینځه ټپیان روغتون ته راوړل شوي دي.

نوموړی وايي ښايي د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.

تر اوسه ددغې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...